د شنګن ویزه: انځور:پیکچر الیاس
د شنګن ویزه: انځور:پیکچر الیاس

په پاکستان کې د فرانسې سفارت له یوې اوږدې مودې ځنډ وروسته،اعلان وکړ چې افغانان کولای شي د فرانسې د ویزې لپاره خپلې غوښتنې ثبت کړي. هغه افغان کډوال چې غواړي فرانسه کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي او هغه افغانان چې ژوند يي له ګواښ سره مخامخ وي کولای شي د ویزو لپاره خپلې غوښتنې ثبت کړي.

په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۵ مه په خپل ویب سایټ کې د دغو افغانانو لپاره د ویزو د غوښتنې په موخه نوي ایمیلونه اعلان کړي دي. له دوې وړاندې یاد سفارت د افغانانو لپاره د ویزو د ورکولو چارې درولې وې.

له کورنیو سره د یوځای کیدو ۳۵۰۰ غوښتنې

په فرانسه کې زرګونه افغان کډوال لاهم له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو انتظار باسي چې په دې اړه د کورنیو د یوځای کیدو ۳۵۰۰ غوښتنې ثبت شوي دي. دغه چاره د کډوالو ملاتړ ادارو او افغان کډوالو غصه راپارولې.

 په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په پاریس کې ګڼو افغانانو او د کډوالۍ د ملاتړ ادارو د یو لاریون په ترسره کولو د فرانسې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو کورنیو ته دې ویزې ورکړي.

نور ولولئ: افغانان څنګه کولای شي په بیړنۍ ډول فرانسې ته خپلې کورنۍ را وغواړي؟

ډیری افغانان له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو لپاره له کلونو راهیسې په پاکستان کې د فرانسې سفارت ته خپلې غوښتنې سپارلې دي خو یاد سفارت د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له امله د افغان کډوالو د کورنیو د ویزو لپاره غوښتنې نور نه مني.

اوس یوځل بیا سفارت د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۵ مه اعلان وکړ چې په فرانسه کې میشت افغانان کولای شي د خپلو کورنیو د ویزو لپاره خپلې غوښتنې ثبت کړي.

د فرانسې لخوا د تخليي عملیات

د فرانسې دولت ویلي چې د اګست له میاشتې راهیسې يي شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان او فرانسویان له افغانستان څخه ایستلي دي.

زرګونه افغانان چې دا مهال د طالبانو له ویرې يي ځانونه پاکستان ته رسولي، د فرانسې او نورو هیوادونو سفارتونو کې يي د ویزو لپاره غوښتنې ثبت کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د فرانسې سفارت په اسلام اباد کې د افغانانو لپاره د ویزو د ورکولو چارې پیلوي. په اسلام اباد کې د فرانسې سفارت د سه شنبې په ورځ په خپل ویب سایت کې په دې برخه کې د ویزو د غوښتنې لپاره نوی ایمیل اعلان کړی دی.

 

نورې ليکنې