د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوي لارښوود له مخې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د ځینو افغانانو شړل ورته رښتینی ګواښ نه پېښوي. دغه لارښود افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج زمینه برابرولی شي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت نوي لارښود کې راغلي چې افغان پناه غوښتونکي باید وکولی شي چې د قبولۍ د ترلاسه کولو لپاره «مشخص دلایل» وړاندې کړي. د دغه لارښوود له مخې که څوک یوازې په دې اکتفا وکړي چې ملکي وګړي دی، دا به د قبولۍ د ترلاسه کولو لپاره کافي نه وي.
د افغانستان پلازمېنه کابل کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته برتانوي ځواکونو د امریکا او نورو اروپایي هیوادونو په ګډون زرګونه افغانان له افغانستان څخه و ایستل. د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون د افغانستان پخواني نظام تر ړنګېدو لږ وروسته وویل چې هیواد به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۲۰۰۰۰ افغان مهاجر مني.
په ورته مهال د بشري حقونو مدافع بنسټونو د برتانیا حکومت نوی لارښوود «غیر اخلاقي» بللی او خبرداری یې ورکړی چې یاد لارښوود کې له بشري حقونو څخه سرغړونو او افغانستان کې موجودو ګواښونو ته پام نه دی شوی.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند بیا اندیپندنت ورځپاڼې ته ویلي چې دوی رد شوي کسان بېرته افغانستان نه استوي، خو په وینا یې «هر هغه څوک چې افغانستان کې له جدي ګواښ او تعقیب سره مخ نه وي، داسې تمه کېږی چې افغانستان ته بېرته ستون شي.»
د نوي لارښود له مخې افغانستان کې «د تاوتریخوالي کچه دومره لوړه نه ده چې اخراج شویو کډوالو ته رښتینی ګواښ پېښ کړي.»
دا په داسې حال کې چې په تېرو څو اونیو کې ګڼو سازمانونو افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله راپورونه خپاره کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې طالبانو د اګست میاشتې پر ۳۰مه دایکندي ولایت کې د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ په ګډون ۱۳ هزارګان وژلي دي.
د کورنیو چارو وزارت لارښود کې دا هم راغلي چې ځینې ډلې لکه هغه کسان چې له برتانوي ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې، نجونې، همجنس غوښتونکي او قومي یا مذهبي اقلیتونه برتانیا کې پناه اخیستلی شي.
د پناه غوښتنې په چارو کې کارپوهان بیا وایي چې ډېری افغانان ښایی د طالبانو له ګواښ سره مخ وي، خو نوموړو ډلو کې نه شاملېږي.
د اندیپندنت ورځپاڼې په حواله دمګړۍ برتانیا کې د ۳۰۰۰ افغانانو پناه غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې دي.