د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته زرګونه افغانان له افغانستان څخه وایستل شول. انځور: پیکچر الیانس،‌ ۱۸ اګست، ۲۰۲۱
د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته زرګونه افغانان له افغانستان څخه وایستل شول. انځور: پیکچر الیانس،‌ ۱۸ اګست، ۲۰۲۱

اروپایي ټولنه په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۴۲۵۰۰ افغانانو منل کېدل ممکن بولي. تر دې دمخه د ملګرو ملتونو ادارې مشر فیلیپو ګراندي له اروپایي ټولنې څخه د ۴۲۵۰۰ د منلو غوښتنه کړې وه.

د اروپایي ټولنې کمیشنرې یلوا یوهانسون د پنجشنبې په ورځ بروکسل کې وویل، په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغې ټولنې له خوا د ۴۲۵۰۰ افغانانو منل کېدل «شوني» دي. خو په دې اړه پرېکړه د یادې تولنې په غړو هیوادونو پورې اړه لري.

یوهانسون د اروپایي ټولنې یوه انلاین ناسته کې وویل، دا د ټولنې «اخلاقي دنده» ده چې د اړتیا په صورت کې له نورو سره مرسته وکړي. هغې زیاته کړه چې «که څه هم د دغو افغانانو منل کېدل د افغانستان کړکېچ ختمولی نه شي»، خو په وینا یې «نن سبا دا د یادې ټولنې اخلاقي وظیفه ده.»

بیا ولولئ:‌ پاکستان کې د فرانسې سفارت د افغانانو لپاره د ویزو څانګه بېرته فعاله کړې ده

دغه ناسته کې د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ګډون درلود.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي اټکل کوي چې نن سبا ۸۵۰۰۰ افغانان د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې اوسېږي چې باید په نورو هیوادونو کې مېشت کړل شي.‌ د یوهانسون په خبره فلیيو ګراندي وړاندیز کړی چې اروپایي ټولنه باید په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغو کسانو نیمایي ومني.

بیا ولولئ:‌ افغان خبریال:‌ «د طالبانو له راتګ راهیسې په وېره کې ژوند تېروم»

د اروپایي ټولنې کمیشنرې په حواله دمګړۍ د ښځینه خبریالو او قاضیانو په ګډون د هغو افغانانو ایستل لومړیتوب لري چې له سخت خطر سره مخامخ دي.

هغې زیاته کړه چې د طالبانو له راتګ وروسته د اروپایي ټولنې ۲۴ غړو هیوادونو کابو ۲۲۰۰۰ افغانان له افغانستان څخه را ایستلي دي. په وینا یې دغه «پیاوړی پیغام» ښيي چې اروپایي ټولنه له اړمنو افغانانو سره مرستو ته چمتو ده.

 

نورې ليکنې