د افغان فوټبالرو نجونې او د دوی د کورنیو غړي د لاهور د فوټبال فدراسیون کې. ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. د پنجاب د سپورټ دیپارتمنت، رویټرز
د افغان فوټبالرو نجونې او د دوی د کورنیو غړي د لاهور د فوټبال فدراسیون کې. ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱. د پنجاب د سپورټ دیپارتمنت، رویټرز

د برتانیا حکومت ویلي د افغانو د فوټبالرو نجونو یوې ۳۵ کسیزې ډلې او کورنیو ته یې ویزې ورکړي. دغه ډله تېره میاشت پاکستان ته تللې وه.

د افغانو فوټبالرو نجونو دغه ډله تېره میاشت د پاکستاني حکومت په منځګړتوب پاکستان ته تللې وه او موقتي ویزې ورته ورکړل شوې وې.

پاکستان ته د دې ډلې تر رسېدو ورسته ډېریو کمپاینرانو د برتانیا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې یادو فوټبالرو ته ویزې ورکړي. دغو کمپاینرانو کې د برتانیا مشهوره فوټبال لوبډله لیډز یونایټد، فوټبال د سولې لپاره سازمان او د برتانیا د پارلمان غړی تام تاګېندهات هم شامل و.

د افغانستان د ښځینه فوټبال ټیم پخوانۍ کپتانې خالدې پوپل پرون یکشنبه وویل، برتانیا چمتو شوې ده چې دې ځوانو فوټبالرو ویزې ورکړي. نوموړې په خپله ټویټر پاڼه د برتانیا له حکومت څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه نجونې له زیاتو سختیو سره مخ شوې دي.

د یادې ډلې دوو غړو نرګس او صبریې سکاس نیوز ته ویلي چې اوس یې ژوند په امن کې دی. تر دې دمخه دوی یادې شبکې ته ویلي وو چې افغانستان کې دننه طالبانو ورته ګواښ کړی و. اته لس کلنې نرګس زیاته کړې وه چې دوی نه غواړي چې بېرته افغانستان ته ولاړې شي.

بیا ولولئ: د افغانستان د فوټبال ملي ښځینه لوبډلې په پرتګال کې تمرینونه پیل کړي

د دغو نجونو عمرونه د ۱۳ او ۱۹ کالو ترمنځ دي او ډېری یې د هرات ولایت اصلي اوسېدونکې دي. دا اقدام د برتانیا حکومت د هغه پروګرام برخه ده چې له مخې به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۲۰۰۰۰ اړمنو افغانانو ته برتانیا کې د مېشتېدو زمینه برابرېږي. 

 

نورې ليکنې