له ارشیف څخه. انځور: پېکچر الاینز
له ارشیف څخه. انځور: پېکچر الاینز

د رسنیو د راپورونو له مخې په تېرو څو اونیو کې ایران ته د اوښتونکو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګاڼې ښيي چې په موټرونو کې سپاره زرګونه افغان مهاجر د نیمروز سرحدي ولایت کې انتظار باسي.

د نیمروز ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان محمد هاشم حنظله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته دمګړۍ په ورځ کې ایران ته د اوښتونکو افغان کډوالو شمېر ۳ تر ۴ زرو کسانو ته رسېږي. په وینا یې تر دې دمخه هره میاشت ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانانو ایران ته د ورتګ لپاره هڅې کولې.

نوموړي زیاته کړې چې ډېری کډوال له ځان سره اړین اسناد نه لري. 

بل پلو د فرانسې خبري اژانس د ځینو افغانانو له قوله ویلي چې ایراني پوله ساتونکو پر مهاجرو ډزې کړې او ورسره ناسم چلند کوي.

په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته د ور تلونکو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

بي بي سي پر خپله فېسبوک پاڼه ځینې ویډیوګانې خپرې کړې چې ښيي زرګونه کسان چې په موټرونو کې سپاره دي د افغانستان جنوبي ولایت نیمروز کې ایران ته د داخلېدو لپاره انتظار باسي. که څه هم ډېری دغه کسان نارینه دي، خو په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم لیدل کېږي.

بیا ولولئ: ایران: له افغانستانه د تېښتي مرکزي محور

«اروپا دې نور اقدامات وکړي»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون خبرداری ورکړ چې اروپا دې د افغان مهاجرو د احتمالي څپو له امله «امنیتي ګواښونو جدي ونیسي».

نوموړې لوکزامبورګ کې تر یوې غونډې وروسته وویل چې که څه هم د هغې په اند د ګواښ کچه لوړه نه ده، خو دوی «باید نور اقدامات وکړي».

یلوا یوهانسون تېره پنجشنبه بروکسل کې ویلي وو چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغې ټولنې له خوا د ۴۲۵۰۰ افغانانو منل کېدل «شوني» دي. خو په دې اړه پرېکړه د یادې تولنې په غړو هیوادونو پورې اړه لري.

 

نورې ليکنې