انځور: د ملکي هوايي چلند اداره. سپتمبر ۲۰۲۱
انځور: د ملکي هوايي چلند اداره. سپتمبر ۲۰۲۱

د هند پلازمېنه دېلي کې د افغانستان سفارت وایي چې د پخواني نظام تر ړنګېدو مخکې هند ته د درملنې لپاره د تللو افغانانو د لېږد لړۍ پیل شوې ده. په وینا یې تمه ده چې دا افغانان د ایران له لارې خپل هیواد ته ستانه شي.

دېلي کې د افغانستان سفارت د شنبې په ورځ وویل، د افغانانو یوه ۱۰۶ کسیزه ډله تېره جمعه د ایراني شرکت ماهان اېر الوتکې له لارې لومړی تهران او ورپسې بیا کابل ته انتقال شوې ده.

یاد سفارت ویلي «له بېلابېلو لارو» هڅه کوي چې هند کې بند پاتې افغانان بېرته افغانستان ته ولېږدوي. دېلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي ویلي چې د افغانانو د لېږد لړۍ د هند او ایران هیوادونو تر همغږۍ وروسته پیل شوې ده.

یاد سفارت له بند پاتو افغانانو څخه غوښتي دي چې د بېرته ستنېدو چارو د همغږۍ لپاره ورسره تماس ونیسي او یا قنسولۍ څانګې ته مراجعه وکړي.

د اګست تر ۱۵مې مخکې سلګونه هغه افغانان چې د درملنې په موخه هند ته تللي وو د سیاسي بدلونونو او د پروازونو د لغوه کېدو له امله دغه هیواد کې بند پاتې دي. تر دې دمخه رسنیو خبر ورکړی و چې یاد کسان په خورا سختو شرایطو شپه سبا کوي او له مالي او اداري ستونزو سره مخ دي.

بیا ولولئ: هند کې بند پاتې افغانان له جدي ستونزو سره مخامخ دي

کابل کې د طالبانو تر ورتګ وروسته ملکي الوتنې ودرول شوې. که څه هم طالبانو ویلي چې د قطر او ترکیې په مرسته دغه ډګر بېرته پرانیستی دی، خو تر دې دمه فغانستان ته نړیوالې الوتنې عادي حالت ته بېرته نه دي ګرځېدلې.

په ورته مهال طالب چارواکو له هوایي شرکتونو څخه غوښتي دي چې خپل پروازونه بېرته پیل کړي. 

 

نورې ليکنې