د دوشنبې په ماښام د اکتوبر په ۱۱مه، ۳۰۰ نور مسافر د کابل له هوايي ډګر څخه دوحې ته رسیدلي دي.انځور: رویټرز
د دوشنبې په ماښام د اکتوبر په ۱۱مه، ۳۰۰ نور مسافر د کابل له هوايي ډګر څخه دوحې ته رسیدلي دي.انځور: رویټرز

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوشنبې په ماښام، ۳۰۰ نور مسافر د کابل له هوايي ډګر څخه دوحې ته رسیدلي دي. په دغو مسافرو کې د افغانانو او بهرنیانو په ګډون د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړي، د ملګري ملتونو استازي او خبریالان شمال دي. بل پلو په ورته وخت ۸۴ نور افغانان د پاکستان له لارې اسپانیي ته رسیدلي دي.

چارواکي ویلي چې د اګست په پاي کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا اوومه الوتکه ده چې د قطر هوايي شرکت لخوا له افغانستان څخه افغانان او بهرنیان قطر ته لیږدوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه بنت راشد الخاطر د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۱ مه په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي: «د کابل له هوايي ډګر څخه د حمد هوايي ډګر ته د مسافرو اوومه الوتکه ترسره شوه.»

د دغې قطري دیپلوماتې په وینا، په الوتکه کې له ۳۰۰ څخه ډیر مسافر چې په کې افغانان، د افغانستان د پارلمان غړي، د ملګرو ملتونو استازي، خبریالان او د استرالیا، جاپان، امریکا، فرانسې او بریتانیا وګړي سپاره ول.

له کابل څخه استول شوي افغانان مخکې له دې چې خپل اصلي مقصد ته ولیږدول شوي د یوې مودې لپاره په قطر کې ساتل کیږي او بیا له هغو ځایه نورو هیوادنو ته لیږدول کیږي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ هم ۳۰۰ افغانان او بهرنیان د قطر هوايي شرکت په مرسته له کابل څخه دوحې ته انتقال شوي و.

نور ولولئ: له کابل څخه ۳۰۰ افغانان او بهرنیان دوحې ته رسیدلي دي

له پاکستان څخه اسپانيي ته د افغانانو استول

د اګست له میاشتې وروسته کله چې د ناټو ځواکونو په بشپر ډول له افغانستان څخه ووتل، یو شمیر هیوادونه اوس هڅه کوي چې د پاکستان له لارې د یو شمیر افغانانو د تخليي بهیر پیل کړي.

اسپانوي چارواکي ویلي چې ۸۴ خپل پخواني افغان کارکوونکي يي د دوشنبې په ورځ له اسلام اباد څخه د اسپانيي پلازمینې مادرید ته انتقال کړي دي. د دغه هیواد د دفاع وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي ترڅو په راتلونکو ورځو کې د پاکستان له لارې د هغو افغانانو ایستلو ته لارې چارې برابرې کړي چې له اسپانوي ځواکونو سره يي کار کړی وي.

د اسپانيي سربیره یو شمیر نور هیوادونو هم هڅې پیل کړي چې د پاکستان له لارې د ځینو افغانانو د ایستلو لارې چارې برابرې کړي.

د یادولو ده چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم له ۱۲۰ زرو څخه ډیر افغانان او بهرنیان د کابل هوايي ډګر له لارې امریکا، اروپا او نورو هیوادونو ته واستول شول.

 

نورې ليکنې