له ارشیف څخه.‌ پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: ګېتي ایمېجېز، فرانس پرس
له ارشیف څخه.‌ پاکستان سره د افغانستان پوله، سپین بولدک-چمن. انځور: ګېتي ایمېجېز، فرانس پرس

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سپین بولدک - چمن ترمنځ‌ د لارې په تړل کېدو سره هغه افغانان چې غواړي پاکستان ته واوړي‌ له زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.‌ طالبانو د اکټوبر میاشتې پر ۵مه دغه سرحدي لار وتړله چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ بند شوی دی.

د کندهار لپاره د طالبانو والي تېره اونۍ وویل چې د چمن له لارې پاکستان ته تلونکي افغانان د دغه هیواد د چارواکو له خوا ځورول کېږي،‌ نو ځکه دوی یاده پوله تړي. پاکستاني چارواکو بیا د دغو ادعاوو په ردولو سره وویل، یوازې هغو کسانو ته خپلې خاورې ته داخلېدو اجازه ورکوي چې قانوني اسناد ورسره وي.

دمګړۍ د پولې په تړل کېدو سره ګڼ شمېر افغانان چې پاکستان ته تلل غواړي له ستونزو سره مخ شوي دي. ډېری دغه کسان چې سپین بولدک کې دروازې ته څېرمه شپه سبا کوي وایي د پولې پرانیستو ته انتظار باسي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې د یادو افغانانو له ډلې ډېری یې د درملنې لپاره پاکستان ته ورځي، خو ځینې کسان هم افغانستان کې د خراب اقتصادي او سیاسي وضعیت له امله له هیواده وځي.

بیا ولولئ:‌ ایران ته د اوښتونکو افغان مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی

اطلاعات روز ورځپاڼې د عبدالولي په نامه له یو افغان مساپر سره خبرې کړې چې له تېرو څو ورځې راهیسې سپین بولدک کې بند پاتې دی.‌ نوموړی د خپلې ښځې د ناروغۍ د درملنې لپاره پاکستان ته ځي. 

عبدالولي اطلاعات روز ته وایي‌ چې مېرمن یې سخته ناروغه ده او دوی په سپین بولدک کې کومه سرپناه هم نه لري. په وینا یې د مېرمنې ناروغي یې هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

ورځپاڼې دغه راز د ارزګان له اوسېدونکي سید احمد سره مرکه کړې ده چې مېرمن او خور یې ورسره دي. نوموړي پولې ته څېرمه د خپلو خپلوانو په کور کې شپه سبا کوي او هیله لري چې لاره به ډېر ژر خلاصه شي.

دغه دواړه افغانان له چارواکو څخه غواړي چې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره دې اقدامات وکړي.‌

که څه هم تر دې دمه د سپین بولدک - چمن لارې د پرانیستل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي،‌ خو طالبانو لږ مخکې ویلي وو لاره به تر هغه وخت پورې تړلې وي چې د پاکستان له خوا پر تګ راتګ هر ډول بندیزونه لېرې کړل شي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته زیات شمېر افغانان هڅه کوي چې له خپل هیواد څخه ووځي، خو ډېری یې د لارو د تړل کېدو او بندرونو کې د بندیزونو له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

څه موده مخکې پاکستان ته تلونکو افغانانو شکایت درلود چې تورخم بندر کې پاکستاني ځواکونه ترې ګېټ پاس غواړي.‌ که څه هم لږ وروسته پاکستاني چارواکو د ګېټ پاس د ختمولو اعلان وکړ،‌ خو ځینې افغانان وایي‌ چې دغه پرېکړه لا نه ده عملي شوې.‌

 

نورې ليکنې