کروشیایي چارواکي وایي چې د هغو درېو سرحدي سرتېرو دندې یې ځنډولې دي چې له بوسنیا سره پر پوله یې د مهاجرو د یوې ډلې پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی و.
د کروشیا د پولیسو قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې د درېو پوله ساتونکو د دندو د ځنډولو خبر ورکړی دی. چارواکو موندلې ده چې څو میاشتې مخکې دغو کسانو له بوسنیا سره پر پوله د مهاجرو د یوې ډلې پر وړاندې له تاوتریخوالي سره کار اخیستی دی.
د کروشیا د کورنیو چارو وزیر داوور بوزینوویچ تېره اونۍ وویل، د روان کال په جون میاشت کې د کروشیا او بوسنیا پر پوله د نړیوالو خبریالانو له خوا اخیستل شوې یوه ویډیو کې د بلوا ضد سرتېري لیدل کېږي.
دا ویډیو ښيي چې یاد سرتېري چې یونیفورم نه لري او نقابونه یې اغوستي دي، لږترلږه څلور مهاجر وهي ټکوي او ورپسې یې په زوره له سرحد څخه شړي. دوی یادو مهاجرو ته وایي: «بوسنیا ته لاړ شئ.»
د بشري حقونو مدافع بنسټونه او رسنۍ له کلونو راهیسې کروشیایي سرتېري په دې تورنوي چې مهاجر وهي ټکوي او له خپلو سرحدي سیمو څخه یې شړي.
بیا ولولئ: د کروشیا سرحدي ځواکونه په دې تورن ديچې له یوې افغانې مهاجرې سره جنسي زورزیاتی کړی دی
پر دغو درېو پوله ساتونکو تور لګول شوی چې د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال یې له داخلي قواعدو څخه سرغړونه کړې او «د کروشیایي پولیسو عزت او شهرت ته یې زیان اړولی دی».
په ورته مهال سازمانونو ویلي چې د کروشیا د لوړپورو چارواکو څخه هم باید تحقیقات وشي. دوی دغه راز د کروشیا د کورنیو چارو وزیر د استعفا غوښتنه کړې ده.