د اکټوبر ۶مه، ۲۰۲۱. ایران ته تلونکي افغانان په نیمروز ولایت کې.‌ انځور د رویټرز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی.
د اکټوبر ۶مه، ۲۰۲۱. ایران ته تلونکي افغانان په نیمروز ولایت کې.‌ انځور د رویټرز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي افغانان دې له ایران سره پولې ته د تګ ډډه وکړي.‌ نوموړي زیاته کړې چې ایران کې د مهاجرو د منلو ظرفیت لږ دی.

په داسې حال کې چې هره ورځ زرګونه افغانان هڅه کوي له خپل هیواد څخه ووځي، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي افغانان دې له ایران سره پولې ته د تګ ډډه وکړي.‌ په وینا یې هیواد یې د نورو مهاجرو د منلو ظرفیت نه لري.

هغه زیاته کړې ده:‌ «افغان مهاجر په طبیعي توګه د ایران لوري ته راځي،‌ موږ یې هرکلی کوو خو غوښتنه مو ترې دا ده چې پولې ته دې د تګ ډډه وکړي.»

وحیدي دا هم ویلي‌ چې ایران ځواکونه او چارواکي د افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابروي. په وینا یې ځینې هغه افغانان چې ایران ته یې ځان رسولی و بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د نیمروز ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان محمد هاشم حنظله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ وو چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته په ورځ‌ کې ایران ته د اوښتونکو افغانانو شمېر ۳ تر ۴ زره کسانو ته رسېږي. نوموړي زیاته کړې وه چې تر دې دمخه هره میاشت ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانانو ایران ته د ورتګ لپاره هڅې کولې. 

بیا ولولئ: ایران ته د اوښتونکو افغان مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی

په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي زرګونه کسان چې په موټرونو کې سپاره دي د افغانستان جنوبي ولایت نیمروز کې ایران ته د داخلېدو لپاره انتظار باسي.

 

نورې ليکنې