انځور: ګوګل مپ
انځور: ګوګل مپ

د ایراني رسنیو په حواله تېره دوشنبه د اکټوبر میاشتې ۱۱مه د خاش – سروان پر لاره دوو ترافیکي پېښو کې ۱۱ بهرنیان وژل شوي دي او ۴۹ تنه نور ټپیان دي. چارواکو د وژل شویو او ټپیانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

د ایسنا په نامه یوې ایرانۍ رسنۍ د زاهدان د طب پوهنتون او د صحي خدماتو رییس له قوله لیکلي چې تېره دوشنبه د خاش - سروان پر لاره دوو ترافیکي پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۴۹ تنه نور ټپیان دي.

د یاد پوهنتون مشر فریبرز راشدي ویلي، لومړۍ پېښې ۶ کسان وژلي او ۲۸ تنه نور یې ژوبل کړي دي. په وینا یې، دوی د پېښې په اړه د خبر له ترلاسه کولو وروسته سیمې ته شپږ امبولانسونه استولي دي. د پېښې ټپیان خاش ښار کې خمیني روغتون ته وړل شوي دي.

ښاغلي راشدي زیاته کړې چې دغه پېښه دوشنبه سهار رامنځ ته شوې ده.

د ایرنا په نامه یوې بلې ایرانۍ رسنۍ بیا د فریبرز راشدي له قوله ویلي چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خاش او سروان پر لاره یوه بله پېښه کې ۵ بهرنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲۱ تنه نور ټپیان دي.

که څه هم تر دې دمه د وژل شویو هویت نه دی معلوم، خو افغانستان کې د سیاسي بدلونونو له کبله نن سبا ډېری افغانان هڅه کوي چې د ایران له لارې اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي. 

څو ورځې مخکې د نیمروز ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان محمد هاشم حنظله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته دمګړۍ په ورځ کې ایران ته د اوښتونکو افغان کډوالو شمېر ۳ تر ۴ زرو کسانو ته رسېږي. په وینا یې تر دې دمخه هره میاشت ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانانو ایران ته د ورتګ لپاره هڅې کولې.

 

نورې ليکنې