حضرت ولي د لندن د تویینکهام په سیمه کې د رګبي د لوبو پر مهال په چړو وژل شوی دی. انځور: ګوګل
حضرت ولي د لندن د تویینکهام په سیمه کې د رګبي د لوبو پر مهال په چړو وژل شوی دی. انځور: ګوګل

بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې پر ۱۸ کلن حضرت ولي د چهارشنبې په مازیګر د لندن په سویل لویدیځ تویینکهام کې د چړې برید وشو چې وروسته بیا نوموړي په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه افغان ځوان د نورو زده کوونکو پر وړاندې د لندن د تویینکهام په سیمه کې داسې مهال په چړو ووژل شو چې نور زده کوونکي په ورزشي میدان کې د رګبي لوبه ترسره کوله.

د حضرت ولي ښوونکی هڅه وکړه چې د نوموړی ژوند وژغوري خو نوموړی په روغتون کې ساه ورکړه.

د توماس کالج دغه افغان زده کوونکی دوه کاله وړاندې له افغانستان څخه له خپلې کورنۍ څخه بیل شو او د یو آرام ژوند په موخه يي ځان بریتانیا ته ورسوله.

 د حضرت ولي یو نږدی ملګری رسنیو ته ویلي چې نوموړی جنګي انسان نه و او خلکو ورسره مینه درلوده.

نور ولولئ: یونان: موریا کمپ ته نږدې ۲۱ کلن افغان مهاجر په چړو وژل شوی

پولیسو رسنیو ته ویلي چې شاهدانو د موبایل ټیلفون په وسیله د پېښې ویډیو اخیستې او ځینو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

که څه هم د پیښې د څرنګوالي په اړه تحقیقات دوام لري خو رسنیو راپور ورکړی چې نوموړی له نورو سره په جګړه کې په چړو وژل شوی دی.

 

نورې ليکنې