فرانکفورټ هوايي ډګر ته رسېدلي افغانان ـ آرشيف انځور | Photo : Kai Pfaffenbach/Reuters
فرانکفورټ هوايي ډګر ته رسېدلي افغانان ـ آرشيف انځور | Photo : Kai Pfaffenbach/Reuters

د هغه وروسته چي د افغانستان پلازمېنه کابل هم د طالبانو ولکې ته ولوېده، له دغه هيواد څخه د مهاجرتونو سلسله ادامه لري. په دې ترڅ کي آلمان ته هم يو شمير افغانان رسېدلي دي.

د روان ۲۰۲۱ عيسوي کال د اګست مياشتي په نيمايي کي د باندنيو هيوادونو د نظامي الوتکو په مرسته له کابل څخه د محافظت اړمنو افغانانو د انتقال پروسه پېل سوه. که څه چي د اګست په مياشت کي دغه پروسه ودرېدله، خو له افغانستان څخه د مهاجرتونو سلسله په سُست سرأت خو ادامه لري. په دې ترڅ کي يو شمير افغانان آلمان ته هم رسېدلي دي.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياند د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۳مه) په برلين کي وويل چي د اګست له نيمايي څخه بيا تر اوسه پوري له افغانستان څخه ۵۲۰۰ افغانان او تقريبا ۵۴۰ آلمانان و آلمان ته رسيدلي دي.

هغه افغانان چي په ياده موده کي آلمان ته رسېدلي دي، پکښي ۳۶۰ هغه افغان تابعيت لرونکي او د هغوی د کورنۍ غړي هم شامل دي چي د آلماني ادارو سره يې په افغانستان کي کار کړی دی. 

د کورنيو چارو د وزارت وياند زياته کړې ده چي يو شمير نور انسانان هم په ياده موده کي له افغانستان څخه آلمان ته رسېدلي دي. خو د هغه په وينا دغه کسان د نورو هيوادونو تابعيتونه لري.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې