د کرويشيا پر پوله اخيستل سوی يو انځور. کرېډېټ: مانیټور، دبلیو. دي. ار
د کرويشيا پر پوله اخيستل سوی يو انځور. کرېډېټ: مانیټور، دبلیو. دي. ار

يو شمير رسنيو د ګډو څیړنو وروسته د اروپا پر باندنيو پولو د مهاجرو سره د ناوړه چلن د تورونو جدي راپورونه خپاره کړي دي.د دغو راپورونو له مخې د اروپا پر باندنيو پولو د مهاجرو سره ناوړه چلند کيږي. پر چارواکو هم تور لګول شوی چې په دغه پروسه کې ښکیل دي.

د اروپايي اتحاديې کميسيون د يادو نوو راپورونو د خپرېدو وروسته پر يونان ږغ کړی دی چي د دغو تورونو سپيناوی وکړي. د کورنيو چارو کميساري، يلفا يوهانسون د جمعې په ورځ په لوکزامبورګ کي وويل چي دا نه منلو وړ نه ده چي يونان د دغو تورونو تحقيقات ونکړي. خو اتن پر بروکسل تور لګولی دی چي د ناقانونه مهاجرت د مخنيوي په مقصد په کافي اندازه اقدامات يې نه دي کړي. 

د بيلو هيوادونو رسنيو په مشترکو نوو راپورونو کي موندلي ول چي د اروپا پر باندنيو پولو په ناقانونه توګه مهاجر بېرته پر شا تمبول کيږي. دغه ناقانونه عمل ته پوش بېکس ويل کيږي. د آلماني رسنۍ «شپيګل آنلاين» په يو راپور کي راغلي چي مخ پټي کسان مهاجر نيسي، هغوی وهي ټکوي او هغوی و سمندر ته ليږي. دا د دې له پاره چي هغوی د پناه غوښتنه ونکړي. 

د يادي رسنۍ د پنجشنبې ورځي (د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۴مه) د راپور له مخي د سمندري سرحد ساتونکو پخواني او برحال چارواکو معلومات شريک کړي، چي په آژه سمندر کي په پوش بېکس کي ځانګړي امنيتي واحدونه هم برخه وال دي.

د فرانسې د «ليبراسيون» په آنلاين پاڼه کي د يو داسي کس انځور خپور سوی دی چي آبي جامې يې په تن دي، مخ يې په ماسک سره پټ کړی دی او په يو کوتک باندي په ځغاسته انسانان وهي. دغه انځور له يوې ويډيو څخه اخيستل سوی چي تر مخه په نورو رسنيو کي هم خپره سوې وه. د راپور له مخي دغه د کرويشيا هيواد يو پوليس دی. د دې تر څنګ يو بل انځور خپور سوی چي د يو شخص پر ملا د زخمونو نخښي ښکاره کوي، چي ګواکي وهل سوی دی.

يوهانسون په لوکزامبورګ کي د جمعې په ورځ د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د داخله وزيرانو له دايرېدونکي غونډي مخکي د تورونو په ترڅ کي د کرويشيا د حکومت چلن ستايلی. د هغې په وينا د کرويشيا حکومت غواړي چي د بېطرفه څارونکي میکانيزم په رامنځته کولو سره اقدام وکړي. د يوهانسون په وينا «دا يو درست جواب او غبرګون دی.»

يوهانسون تنقيد وکړ چي د يونان د وزير سره يې بحث «بل شان» ؤ. هغې زياته کړه چي «موږ بايد باندنۍ پولي هم وساتو او قانونيت او بنیادي حقونه هم مراعت کړو.» د سوېډن د دغې سياستوالي په وينا که ياد څيزونه مراعت نسي نو دا کار به «د ټولې اروپايي اتحاديې شهرت ته زيان ورسوي.»

د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د يونان وزير، نوتيس ميتاراچي د خپرو سوو راپورنو په غبرګون کي په لوکزامبورګ کي وويل چي «طبعا چي يوناني چارواکي به د دا ډول ادعاؤ تحقيقات وکړي.» نوموړي وويل چي دا خبره يې يوهانسون ته هم روښانه کړه. د هغه په وينا يونان د اروپايي اتحاديې د قوانينو سره په سمون کي د پولو ساتنه کوي. خو هغه د اروپايي اتحاديې پر کميسيون ږغ وکړ چي و يونان ته د ناقانونه مهاجرت پر ضد لا زيات اقدامات وکړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې