انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

د فرانسې د لیل ښار یوې محکمې برتانیا ته د مهاجرو د قاچاق په تړاو د یوې قاچاقي ډلې ۲۱ غړي په بند محکوم کړي دي. ویل شوي چې په تېرو څو کلونو کې دغې ډلې میلیونونه یورو ترلاسه کړي دي.

د فرانسې ځایي ټلویزیون فرانس انفو وایي د لیل ښار یوې محکمې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د اکټوبر میاشتې ۱۳مه) د یوې نړیوالې قاچاقي ډلې ۲۱ غړي په بند محکوم کړي دي.

د محکمې په حواله یادې ډلې د ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۹ پورې ۳۲۷ مهاجر په قاچاقي ډول برتانیا ته انتقال کړي دي. دغو کسانو چې په ډله کې یې افغانان او ایرانیان هم دي په فرانسه کې فعالیت درلود.

د یادې شبکې په هکله د تحقیقاتو په ترڅ کې فرانسوي ځواکونو د ۲۰۱۸ په اګست میاشت کې د دغه هیواد په کالې بندر کې یو لارۍ چلوونکی ونیوه چې درې کردي مهاجر یې برتانیا ته انتقالول. 

د لیل محکمې د چهارشنبې په ورځ د یادې ډلې یو مشر حجت. ن. په ۷ کاله بند محکوم کړ. هغه همدا راز ۱۰۰ زره یورو نغدي جریمه شوی دی. نوموړي د قاچاق له لارې د ترلاسه شویو پیسو د راټولولو او د قاچاقي ډلې د فعالیتونو د تنظمیولو مسولیت درلود.

د ډلې ۲۰ تنه نور غړي په تعلیقي بند او یا په ۷ کاله قطعي بند محکوم شوي دي. دغه راز محکمې ۱۷ کسان فرانسې ته له سفر کولو منع کړي دي.

ټاکل شوې چې د دغې ډلې یو بل غړی سیلویو سیپریان ب. په نوامبر میاشت کې محاکمه شي.

پولیسو د محاکمې په جریان کې وویل چې دغو کسانو مهاجر د څو ساعتونو او په ځینو مواردو کې د څو ورځو لپاره په یوه کانتینر کې ساتل او بیا به یې د کښتۍ له لارې برتانیا ته انتقالول. په وینا یې دوی به له هر یو بالغ مهاجر څخه ۱۱ تر ۱۴ یورو پیسې اخیستلې خو د نابالغو مهاجرو د انتقالولو لګښت لږ کم و.

بل پلو د لیل ښار څارنوال کارنیس دیالو محکمې ته ویلي چې په تېرو څو کلونو کې یادې ډلې تر ۴ میلیونه یورو پیسې ترلاسه کړې دي.

 

نورې ليکنې