د طلبانو له راتګ سره د خلکو له ګڼې ګوڼې سره د کابل هوايي ډګر ځینې برخې ویجاړې شوې دي. انځور: د ملکي هوايي چلند اداره. سپتمبر ۲۰۲۱
د طلبانو له راتګ سره د خلکو له ګڼې ګوڼې سره د کابل هوايي ډګر ځینې برخې ویجاړې شوې دي. انځور: د ملکي هوايي چلند اداره. سپتمبر ۲۰۲۱

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان هوايي شرکت ( پي آی اې) او کام ایر څخه غوښتنه وکړه ترڅو د ټکټونو بیې دې د تیر حکومت له معیار سره سم تنظیم کړي. له دې سره د پاکستان هوايي شرکت کابل ته خپل پروازونه درولي دي.

د پي آی اې شرکت ویاند عبدالله حافظ خان د فرانسې خبري آژانس ویلي چې د کابل د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې چارواکو د غیر مسلکي مداخلي له امله يي کابل ته الوتنې درولي دي.

د دغه شرکت یوې سرچینې ویلي چې له کارکوونکو سره يي د طالبانو چلند سم نه و. د پي آی اې ویاند ویلي چې د وضعیت تر عادي کیدو پورې به پروازونه ځنډیدلي وي.

کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته پي آي اې یوازینۍ هوايي شرکت و چې افغانستان ته يي تجارتي الوتکې درلودې. په دې وروستیو کې له کابل څخه پاکستان ته د دغه شرکت د ټکټونو بیه له ۲۰۰۰ ډالرو څخه پورته شوې وه چې د مخکې بیې په پرته څو چنده ډیر و.

نور ولولئ: هند کې د بند پاتو افغانانو د لېږد لړۍ پیل شوې

د ټکټونو بیې لوړالۍ د افغانانو له غوصې او پراخ غبرګون سره مخامخ شوی و.

د طالبانو غوښتنه

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره د پي آی اې او کام ایر هوايي شرکتونو و غوښتل چې د پروازونو د ټکټ بیې دې د تیر په څیر تنظیم کړي. طالب چارواکو خبر دارۍ ورکړی و چې د دغه امر څخه د سرغړونې په صورت کې به د یادو شرکتونو پروازونه و درول شي.

طالبانو په خپله بیانه کې په دې اړه لیکلي:« د ( PIA ) او کام ایر خصوصي هوايي شرکتونو ته اطلاع ورکول کیږي چې د کابل-اسلام اباد ترمنځ دې د ټکت قیمتونه د اسلامي امارت د فتحې نه مخکې چې کوم قیمت معیار وه په همغه اندازه تنظیم کړي د مخالفت په صورت کې به د دوی الوتنې په ذکر شوي خط السیر کې بندې شي.»

د هوايي پروازونو د بندیدو ترڅنګ دا مهال له د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکني لارې هم تړلي دي چې زرګونه افغانان يي د طورخم او سپین بولدک کې له خورا ستونزو سره مخامخ کړي دي.

 

نورې ليکنې