د قطر حکومت اعلان کړی چې یوه نوې الوتکه چې د افغانستان د فوټبال لوبغاړو په ګډون ۳۵۷ مسافر يي لیږدول د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه دوحې ته رسیدلی دی. بل پلو ټاکل شوې چې شاوخوا ۴۰ تنه افغانان نن جمعه بریتانیا ته ورسیږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه بنت راشد الخاطر ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو وروسته دا اتمه او تر ټولو لویه الوتکه وه چې دوحې ته رسیدلې ده. په دغه قطري الوتکه کې د افغانستان د فوټبال نارینه او ښځینه لوبډلې او د کورنۍ غړي يي او همدارنګه د نیوزیلند وګړي شامل و.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په خپله ټویټر پاڼه کې د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴ په دې اړه لیکلي: « له کابل څخه قطر ته د مسافرو اتمه الوتکه ورسیده. تر دې مهاله دا تر ټولو لویه الوتنه ده چې د نیوزیلنډ ۳۵۷ وګړي په کې شامل و. همدارنګه د افغانستان د فوټبال لوبډلې او د کورنۍ غړي په الوتکه کې شامل و.»
تیره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو پلاوۍ قطر ته سفر وکړ چې د راپورونو پر اساس له قطري چارواکو سره د دغه پلاوي د خبرو یوه مهمه موضوع له افغانستان څخه د افغانانو د تخليي د عملیاتو پروسه وه.
د ۴۰ افغانانو په ایستلو سره د بریتانیا د تخليي د عملیاتو بیا پیلیدل
د بریتانیا دفاع وزارت له افغانستان څخه د خپلو افغان کارکوونکو او هغو افغانانو چې ژوند يي په خطر کې وي د ایستلو د عملیاتو د پیل خبر ورکړی.
ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې د برتیانیا هوايي ځواک لخوا له ۳۰ څخه تر ۴۰ افغان ژباړونکي او هغه افغانان چې ژوند يي په خطر کې و د جمعې په ورځ د بریتانیا د هوايي سلطنتي میدان « بریتز نورتون» ته رسیږي.
نور ولولئ: له کابل څخه ۳۰۰ نور افغانان او بهرنیان دوحې ته ولیږدول شول
د اګست میاشتې راهیسې له کابل څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، بریتانیا ته دا تر ټولو لویه الوتکه بلل شوې. د برتیا دفاع وزارت د مسافرو د امنیت د خوندي ساتلو په موخه د الوتنې مسیر نه دی په ډاګه کړی.
که څه هم په رسمي ډول بریتانیا ته د افغانانو ایستلو د پروسې بیا پیلیدل نه دي تایید شوي خو د بریتانیا دفاعي ځواکو منلي چې د افغانانو د ایستلو پروسه يي پیل کړې.
د یادولو ده چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم له ۱۲۰ زرو څخه ډیر افغانان او بهرنیان د کابل هوايي ډګر له لارې امریکا، اروپا او نورو هیوادونو ته واستول شول.