د پاریس په ربلیک میدان کې د افغانانو لاریون. ۲۲ اګست ۲۰۲۱. انځور: کډوال نیوز
د پاریس په ربلیک میدان کې د افغانانو لاریون. ۲۲ اګست ۲۰۲۱. انځور: کډوال نیوز

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر دولتونو غږ کړی چې د هغو افغانانو لپاره چې کورنۍ يي لاهم په افغانستان او یا د سیمې په هیوادونو کې دي، د « کورنۍ بیا یوځای کیدو» پروسه اسان او چټکه کړي.

د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د سویس له جنیوا څخه د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۱۵ مه په یوه بیانیه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ورستیو سیاسي تحولاتو او د خلکو د کډوالۍ له امله ګڼو افغانانو د دوې دفترونو ته مراجعه کوي او د خپلو کورنیو په اړه چې په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې پاتي، د خوندیتوب او هوساینې له امله سخت اندیښمن دي.

«یو ان اچ سی آر» وايي چې ګڼ شمیر کډوال له خپلو کورنیو سره د یو ځای کیدو لپاره د انتظار اوږد ځنډ، غیر ممنوع لګښونه او نورو اداري ستونزو سره مخامخ دي.

که څه هم چې ځینې ملکونه په دې وروستیو کې د بشري ویزې او نور لارو د کورنۍ د یوځای کیدو پروسې د چټکولو په اړه ژمنه کړې خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر دولتونو غږ کوي چې د نړیوالو او داخلي قوانیو په پام سره دغې مسلې ته په خپل لومړیتوب کې ځای ورکړي او ساده يي کړی.

نور ولولئ: پاکستان کې د فرانسې سفارت د افغانانو لپاره د ویزو څانګه بیرته فعاله کړې ده

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ډیریو هیوادونو سفارتونه او کنسولګرۍ اوسمهال تړلي دي یادې ادارې په خپله بیانه کې له دولتونو غوښتي چې هغه شته اداري، مالیاتي او نور خنډونه چې افغان کډوال د خپلو کورنیو د یوځای کیدول لپاره ورسره مخامخ دي لري کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د کورنۍ د یوځای کیدو پروسې د چټکولو لپاره د عملي او نعطاف منونکي لارو لکه د لیرې لارو مرکو او نورو میتودونو وړاندیز کوي.

یادې ادارې ویلي چې دا کار کولای شي چې د غیر قانوني او نامنظمو مهاجرتونو مخه و نیسي.

د یادولو ده چې دامهال لسګونه زره افغانان په بهر کې له خپلو کورنیو سره دیو ځای کیدو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

 

نورې ليکنې