د نیا کاوالا کمپ اوسېدونکو د اکټوبر پر ۳مه خوړو ته د نه لاسرسي پر وړاندې مظاهرې وکړې. انځور: دي ار
د نیا کاوالا کمپ اوسېدونکو د اکټوبر پر ۳مه خوړو ته د نه لاسرسي پر وړاندې مظاهرې وکړې. انځور: دي ار

تېره چهارشنبه د اکټوبر میاشتې ‍۱۳مه نیا کاوالا کمپ کې سلګونو مهاجرو د یونان حکومت د هغه نوي پروتوکول پر وړاندې لاریون وکړ چې له مخې به یې نور کډوالو ته خواړه نه ورکول کېږي. په ورته مهال عیني شاهدان کډوال نیوز ته وایي چې د کمپ له ۱۲۰۰ اوسېدونکو څخه نیمایي یې خوړو ته لاسرسی نه لري.

کانګویی مهاجر ادوزا کډوال نیوز سره تلفوني خبرو کې وایي: «دلته ژوند سخت دی. هېڅوک له ما سره مالي مرسته نه کوي. زه خوړو ته هم لاسرسی نه لرم.» نوموړی له څو میاشتو راهیسې نیا کاوالا کمپ کې ژوند کوي چې د یونان په شمالي برخه کې موقعیت لري. ادوزا وایي چې د اکټوبر میاشتې له پیل راهیسې ورته خواړه نه ورکول کېږي.

د ادازو په څېر سلګونه نور مهاجر هم خوړو ته لاسرسی نه لري. ماري یوه له دغو کسانو ده. دغه کانګویۍ ښځه چې یو ۷ کلن ماشوم هم لري وایي: «دوی ما ته وویل چې دوسیه مې رد شوې ده او ما ته نور خواړه نه راکوي.» هغه زیاتوي: «ما وژړل. هغوی ته مې وویل چې اشتباه کوي، ورته مې وویل چې تر اوسه مې د خپلې دوسیې په تړاو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. اوس نه پوهېږم چې د ماشوم برخلیک به مې څنګه شي.»

بنرونو کې لیکل شوي دي: «ایا ستاسو ماشومان له خوړو پرته ښوونځي ته ځي؟» دا انځور کډوال نیوز ته له رسېدلې ویډیو څخه اخیستل شوې ده.
بنرونو کې لیکل شوي دي: «ایا ستاسو ماشومان له خوړو پرته ښوونځي ته ځي؟» دا انځور کډوال نیوز ته له رسېدلې ویډیو څخه اخیستل شوې ده.

د نیا کاوالا کمپ اوسېدونکو د اکټوبر پر ۱۳مه د دغه نوي پروتوکول پر وړاندې لاریون وکړ. ادوزا وایي: «د کمپ مسولین د سهار په ۸ نیمو بجو کمپ ته ورسېدل. موږ ورته اجازه ور نه کړه چې خپلو دفترونو ته لاړ شي. غوښتل مو چې ورته وښیو چې موږ ستړي شوي یو. موږ ته یې وویل چې دوی به مو شکایتونه د کډوالۍ وزارت چارواکو ته ورسوي.»

«ستاسې ماشومان له خوړو پرته ښوونځي ته ځي؟»

د نیا کاوالا اوسېدونکو د خپل لاریون په جریان کې خوړو ته د لاسرسي لرلو غوښتنه وکړه. کډوال نیوز ته رسېدلې ویډیوګانې ښيي چې د مېرمنو په لاسونه کې داسې بنرونه شته چې پکې لیکل شوي دي: «ستاسې ماشومان له خوړو پرته ښوونځي ته ځي؟» او: «زموږ خواړه را نه مه اخلئ».

د اکټوبر له لومړۍ نېټې راهیسې د یونان حکومت پرېکړه کړې چې کمپونو کې دننه پر مهاجرو خواړه ووېشل شي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې حکومت نور له پناه غوښتونکو سره مالي مرسته نه کوي.

د ادوزا په خبره زیات شمېر مهاجر خوړو ته لاسرسی نه لري. انځور: دي ار
د ادوزا په خبره زیات شمېر مهاجر خوړو ته لاسرسی نه لري. انځور: دي ار

ماري وایي: «د اوړي له پای راهیسې ما سره مالي مرسته نه کېږي. زه نور د سودا اخیستلو لپاره پیسې نه لرم. چارواکو پرېکړه کړې چې خوړو ته د لاسرسي له پاره مهاجرو ته کارتونه ورکړي. خو پر لږو کسانو ته کارتونه وېشل شوي دي.»

د کمپ مدیریت نور د ملګرو ملتونو په غاړه نه دی

ولې نور له مهاجرو سره مالي مرسته نه کېږي؟ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له ۲۰۱۷ راهیسې نږدې ۲۰۰ زره پناه غوښتونکو سره مالي مرستې کولې. خو د ۲۰۲۱ په سپټمبر میاشت کې اټن پرېکړه وکړه چې د یادې ادارې پر ځای پخپله مهاجرو ته مالي مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو یادې ادارې په سایټ کې راغلي دي چې اکټوبر له لومړۍ نېټې ور اخوا یوناني چارواکو پر مهاجرو د مالي مرستو د ورکولو مسولیت په غاړه لري.

پناه غوښتونکي له دغې پرېکړې راضي نه دي او وایي چې د خوړو کیفیت ښه نه دی او له مهاجرو سره میاشتنۍ مالي مرسته بنده شوې ده. ادوزا وایي: «دغو پیسو مهاجرو ته اجازه ورکوله چې په خپلواکه توګه سودا واخلي او اشپزي وکړي.»

ټول مهاجر له دغو مرستو څخه برخمن نه دي. هغه کسان چې قبولي یې ترلاسه کړې او هغه کسان چې غوښتنه یې رد شوې ده له دغو مرستو څخه بې برخې دي.

خوړو ته د لاسرسي لپاره کارت. انځور: دي ار
خوړو ته د لاسرسي لپاره کارت. انځور: دي ار

په ورته مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونه اداره کمپونو کې روان حالت «د اندېښنې وړ» بولي. په وینا یې: «دا مهمه ده چې اړمن کسان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستو ته لاسرسی ولري. مهاجرو ته باید خواړه ورکړل شي. موږ د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوو چې د مهاجرو ستونزې هواروي.»

د ادوزا په خبره سازمانونه او د کډوالۍ نړیواله اداره نور کمپ ته نه راځي. هغه وایي: «موږ ته څوک خواړه نه ورکوي. ما یوه مېرمنه ولیدله چې د خپلو ماشومانو لپاره اوبه غوښتلې. خو چا ورته اوبه نه ورکولې ځکه چې د هغې دوسیه رد شوې وه.»

د کډوالۍ نړیواله اداره بیا وایي چې چمتو ده چې نیا کاوالا کمپ کې د روان حالت د بدلولو لپاره له نورو ډلو سره همکاري وکړي.

نیا کاوالا کمپ کې د زیات شمېر افغانانو او سوریایانو په ګډون نږدې ۱۲۰۰ کسان ژوند کوي. یونان کې د نیا کاوالا په ګډون ټولټال ۲۸ پرانیستي کمپونه شته. 

 

نورې ليکنې