د قطر هوایي شرکت تېره یکشنبه په یوه نوې الوتکه کې له افغانستان څخه ۳۵۳ افغانان او بهرنیان دوحې ته انتقال کړل. د امریکایي پوهنتون ځینې ښوونکي او محصلین په دغه ډله کې شامل ول.
د سي ان ان د یو راپور له مخې پرون یکشنبه د اکټوبر ۱۷مه یوه قطري چارواکي وویل چې هیواد یې له افغانستان څخه ۳۵۳ تنه نور افغانان او بهرنیان ایستلي دي.
په دغه پرواز کې کابل کې د امریکایي پوهنتون د ځینو ښوونکو، محصلینو او کارکوونکو په ګډون د امریکا، هالنډ، ډنمارک او استرالیا ځینې وګړي هم شامل ول.
ایستل شوي کسان دوحه کې د افغان مهاجرو یو مرکز ته انتقال شوي دي. ټاکل شوې ده چې دوی به له دوحې څخه یو درېم هیواد ته ولېږدول شي.
د سي ان ان د راپور له مخې یوه قطري چارواکي ویلي دي چې هیواد به یې له خپلو نړیوالو ملګرو سره یو ځای له افغانستانه د خلکو د وتلو په برخه کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.
بیا ولولئ: شاوخوا ۴۰۰ افغانان او بهرنیان بریتانیا او دوحې ته انتقال شوي دي
د تېرې اګست میاشتې له ۳۱مې راهیسې دا د قطر نهمه الوتنه ده. افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته د قطر هوایي شرکت سلګونه افغانان او بهرنیان له کابل څخه ایستلي دي.
د یادولو ده چې د اګست له ۱۶مې تر ۳۱مې پورې تر ۱۳۰ زره ډېر افغانان د دوحې له لارې درېمو هیوادونو ته انتقال شول.