له ارشیف څخه. وسله وال طالبان په کابل کې.‌ انځور:‌ رویټرز،‌ د اګست ۱۶مه
له ارشیف څخه. وسله وال طالبان په کابل کې.‌ انځور:‌ رویټرز،‌ د اګست ۱۶مه

افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله ډېری افغانان د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي. افغان خبریال جاوید* یو له دغو کسانو دی چې وایي له دوو میاشتو راهیسې پټ ژوند کوي. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه ۲۷ کلن یم. له تېرو نهو کلونو راهیسې له بېلابېلو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کوم. ما دغه راز له بېلابېلو نړیوالو اتحادیو او سازمانونو سره هم کار کړی دی. د پخواني نظام تر ړنګېدو مخکې مې یو خبري سایټ درلود چې زما او زما د شریک په ګډون څلورو خبریالانو پکې کار کاوه.

څو میاشتې مخکې مې د یوه وژل شوي طالب قومندان په هکله راپور جوړ کړی و. کله مې چې راپور خپور شو، ما د طالبانو او د یاد قومندان د کورنۍ د غړو له خوا ګواښونه ترلاسه کړل. خو د ګواښونو سربېره مې خپل کار ته ادامه ورکړه.

کله چې د اګست پر ۱۵مه طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه، زه پوهېدم چې له دې وروسته به مې ژوند له ګواښونو ډک وي.

بیا ولولئ: افغان خبریال: «د طالبانو له راتګ راهیسې په وېره کې ژوند تېروم»

«دلته په یوه تاکوي کې شپه سبا کوم»

دغو ګواښونو د خپل کلي پرېښودو ته اړ کړم. د افغانستان یوې بلې سیمې ته مې ځان ورساوه. هلته مې پټ ژوند پیل کړ. دوه میاشتې کېږي چې له کوره بهر نه یم وتلی.

که څه هم ما خپله شمېره بدله کړې ده، خو طالبان او د وژل شوي طالب قومندان کورنۍ مې پلار او ورور پېژني. دوی مې څو ځله له پلار او ورور سره تماس نیولی دی او ترې پوښتلي یې دي چې زه چېرته یم. کورنۍ مې ورته ویلي چې زه له هیواده وتلی یم.

اوس د طالبانو له وېرې له کوره بهر نه ځم. دلته په یوه تاکوي کې شپه سبا کوم.

د طالبانو له راتګ راهیسې دندې ته نه یم تللی. تر دې دمخه مې خبري سایټ کې څلورو خبریالانو کار کاوه. خو اوس دوی هم وزګار شوي دي.

بیا ولولئ: افغانه ژورنالیسته: «بهرني هیوادونه له افغانستان څخه زموږ په ایستلو کې پاتي راغلي»

«کله ناکله پر ځان وژلو فکر کوم»

نوم مې د هغو کسانو په لېست کې دی چې تر ګواښ لاندې دي او باید له افغانستانه وایستل شي. جرمني مې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی. یوه میاشت مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب یو تایید لیک را واستاوه. دغه لیک کې ویل شوي چې غوښتنه مې د جرمني حکومت له خوا منل شوې ده او د تګ لپاره مې خبرې روانې دي.

خو له دې سره سره له یوې میاشتې راهیسې چا را سره تماس نه دی نیولی.

دلته مې ژوند له وېرو، ستونزو او ګواښونو ډک دی. نه پوهېږم چې برخلیک به مې څنګه شي. کله ناکله پر ځان وژلو فکر کوم. 

غوښتنه مې له نړیوالو هیوادونو څخه دا ده چې ستونزو ته مې رسیدګي وکړي. زه نور دلته اوسېدلی نه شم.


  • کډوال نیوز د امنیتي دلایلو په خاطر د دغه مهاجر د اصلي نوم له ښودلو ډډه کوي.
 

نورې ليکنې