انځور: د فرانسې مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې، د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۰مه
انځور: د فرانسې مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې، د ۲۰۲۰ د مۍ میاشتې ۱۰مه

په تېرو درېو ورځو کې ۱۲۸۸ مهاجرو هڅه کړې چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي. له دغې ډلې ۸۰۰ تنه یې برتانیا ته رسېدلي دي خو ۴۸۲ تنه نور د فرانسوي ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

د ګواښونو او سختو امنیتي تدابیرو سربېره سلګونه مهاجر لا هم هڅه کوي چې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته واوړي.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز د شمېرو له مخې یوازې په تېرو درېو ورځو کې ۱۲۸۸ مهاجرو د دغه کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅه کړې ده. 

د نوموړي په حواله برتانوي ځواکونو له تېرې شنبې راهیسې په خپلو ساحلي اوبو کې ۸۰۶ تنه مهاجر ژغورلي دي. په وینا یې ۴۱۰ کسان د شنبې په ورځ، ۱۰۲ تنه د یکشنبې په ورځ او ۲۹۴ تنه نور پرون دوشنبه په انګلیس کانال کې ژغورل شوي دي.

بل پلو د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېرو درېو ورځو کې یې یاد کانال کې ۴۸۲ مهاجر ژغورلي‌ دي چې په ۱۷ کښتیو کې سپاره ول. خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې تېره شنبه ۹۴ کسان، تېره یکشنبه ۹۰ کسان او پرون دوشنبه ۲۹۸ تنه نور دغه کانال کې ژغورل شوي دي.

بیا ولولئ: بریتانیا ته د سمندر له لارې د کډوالو اوښتل دوه برابره ډېر شوي دي

د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو څپه د فرانسې او برتانیا ترمنځ یوه ستونزمه موضوع ده.‌ برتانیا فرانسه په دې تورنوي چې د مهاجرو د مخنیوي لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي.

د برتانیا د کورنیوچاو وزیرې پریتي پاتل په سپټمبر میاشت کې خبرداری ورکړی و چې که د دغو اقداماتو «پایله» محسوسه نه وي، دوی به فرانسې ته د وعده شویو پیسو له ورکولو ډډه کوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن بیا د روانې اکټوبر میاشتې پر ۹مه د دغه هیواد شمالي سیمو ته د خپل سفر پر مهال وویل چې برتانیا تر اوسه خپله ژمنه نه ده عملي کړې.‌ 

تر دې دمخه برتانیا ژمنه کړې وه چې د انګلیس کانال له لارې د مهاجرو د څپو د مخنیوي لپاره به له فرانسې سره ۶۲،۷ میلیونه یورو په ارزښت مالي مرسته کوي.

 

نورې ليکنې