له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱
له ایران سره پر پوله د ترکیې سرحدي ځواکونه. انځور: پیکچر الیانس. اګست ۲۰۲۱

د بشري حقونو د څار سازمان له افغان کډوالو سره د ترکیې پولیسو د ناوړه چلند په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې یو شمیر افغانان د ترکیې پولیسو لخوا له وهلو ډبلو وروسته بیرته ایران ته استول شوي دي. یاد سازمان دغه عمل له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بولي.

شپږ افغانان، چې پنځه یې بیرته ایران ته شړل شوي وو، د بشري حقونو د څار سازمان ته د خپلو ستونزو په اړه ویلي چې د ترکیې سرتیرو دوی او د هغوی ملګري يي وهلي، حتی د ځینو هډوکي يي ماتي کړي او بیا په په ګډه یې له ۵۰ څخه تر ۳۰۰ کسیزې ډلې سره یوځای بیرته يي ایران ته شړلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د تیرې جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران ته په زوره د دغو افغانانو شړل د دوې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه بللې او له اروپايي ټولنې يي غوښتني چې د یادې ستونزې د حل لپاره دې پر ترکیې فشار ډیر کړي.

د یاد سازمان یو تن څیړونکې بلکیس ویل وايي: «د ترکیې چارواکي د هغو افغانانو د پناه اخیستلو حق څخه سترګې پټوي چې د یو خوندي ژوند لپاره تیښتې ته اړ شوي دي. ترکي سرتیري په وحشیانه ډول له افغانانو سره چلند کړی او په غیر قانوني ډول يي بیرته شړلي دي.»

ډیرۍ دغه افغانان چې میرمنې هم په کې شاملې دي د اګست له ۱۵ وروسته هغه مهال چې طالبانو د کابل ولکه په لاس کې واخیسته په قاچاقي ډول د پاکستان اوایران له لارې په غرونو کې د شپې لخوا د اوږد پیاد مزل وروسته ځانونه ترکیې ته رسولي و خو یو شمیر يي بیرته ایران ته شړل شوي دي. دوې وايي چې د ترکیي سرتیري پر نوموړو ډزې کړي او دوه تنه يي په بې رحمانه ډول وهلي دي.

نور ولولئ: ترکیه:‌ د افغانانو په ګډون ۳۳۵ «غیر قانوني‌» مهاجر نیول شوي

یوه افغان میرمنې د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي: «کله چې دوې و نیولو نو زمونږ پیسې، ټیلفونونه، خواړه او هرڅه يي زمونږ څخه واخیست او زمونږ ټول اموالو ته يي اور ورته کړ.»

بل افغان وویل چې په بند کې يي د پولیسو د وهلو ډبلو درد تر لس ورځې پورې پاتي و. هغه وايي چې زما د ملګري وضعه ډیره خرابه وه او ایران کې مو ډاکټر ته یو وړ.

یو بل سړي وویل: «دوهم ځل مې چې ترکیې ته د اوښتو هڅه وکړه و مې کتل چې ترکي سرتیري هغه خلک چې زما سره تیر شوي په سر په ټوپک او کوتکونو وهي چې له سر څخه يي ویني بهیدي.»

یوې میرمنې وویل: «یو ډیر لوړ ترکي سرتیری مې ولید چې مخ يي پټ و. هغه د لیوني په شان و او په وحشیانه ډول يي زما ورو په کوتک سره ووهل او ورته يي وویل، ولې دلته راغلئ يي؟»

ځینې دغه افغانان له ترکیې څخه د شړلو وروسته د خپلو کورنیو له غړو هم بیل شوي دي.

له دولتونو څخه د بشري حقونو د څار سازمان غوښتنې

د بشري حقونو د څار سازمان له ترکیې او نور دولتونو چې د افغان کډوالو کوربه دي غواړي چې د پناه غوښتونکو په تړاو د جنیوا ۱۹۵۱ کنوانسیون او بشري حقونو قوانینو ته په پام سره د پناه غوښتنې او بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي. یا سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څخه غواړي چې د ترکیې لخوا د افغانانو د شړلو په اړه خپل نظارت ترسره کړي. یاده اداره له اروپايي هیوادونو هم غواړي چې په ترکیې فشار راوړي ترڅو د افغانانو له اجباري ایستلو ډډه وکړي.

نور ولولئ: ترکیه:‌ د ترکیې ولسمشر وايي چې نشو کولای نورو افغانانو ته پناه ورکړو

د بشري حقونو د څارسازمان له هغو هیوادونو چې په ترکیه کې سفارتونه لري غواړي چې له ترکیې سره د دوې په سفارتونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې د ثبت په برخه کې مرسته وکړي.

ترکیه دامهال د نړۍ د ۳،۷ میلیونه سوریايي کډوالو او د شاوخوا ۴۰۰ زره افغان او د نورو هیوادونو د پناه غوښتونکو کوربه توب کوي. ډیری افغانان له ترکیې څخه د یو ترانیزیت هیواد په توګه ګټه پورته کوي او غواړي چې له دغې لارې نورو اروپايي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

د بشري حقونو څار سازمان داهم ویلي چې ایران د افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکوي او وايي چې د سپتمبر میاشتې په درې ورځو کې نږدې ۳۰ زره تنه افغانستان ته اخراج شوي دي.

 

نورې ليکنې