فرانسه کې د کډوالو لپاره معلوماتي ویب سایټ. اکتوبر ۲۰۲۱
فرانسه کې د کډوالو لپاره معلوماتي ویب سایټ. اکتوبر ۲۰۲۱

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت داسې ویب سایټ جوړ کړی چې مرستندویه ادارې له افغان او نورو کډوالو سره وصلوي. په دغه ویب سایټ کې د سوسیال کور موندلو، فرانسوي ژبې د زده کړو او اداري پروسیجرونو ترڅنګ نور اړین معلومات په اوه ژبو کډوالو ته وړاندې کیږي.

یاد ویب سایټ چې د اکتوبر په ۱۴ پرانیستل شوی په پښتو، دري، فرانسوي، انګریزي، روسي، عربي او تګریني ژبو د فرانسې په بیلابیلو ښارونو کې خلکو ته معلومات وړاندې کوي.

د refugies.info په ویب سایټ کې د فرانسې په ټولو سیمو کې د مرستندویه ادارو آدرسونه، د فرانسوي ژبې زده کړه، د پناه غوښتنې او اداري پروسیجرونو، کارموندنې او مسلکي زده کړو په اړه معلومات ورکول کیږي.

دغه ویب سایټ هغو فرانسویانو سره مرسته کوي چې غواړي په دې وروستیو کې فرانسې ته را تلونکو افغانانو سره د سرپناه، فرانسوي ژبې کورسونو او نورو اداري کارونو کې مرسته وکړي.

د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنه، د اوسیدو جواز ترلاسه کول او نوي کول، د سفر جواز یا پاسپورت ته غوښتنه کول، د ولادت سند ترلاسه کول او نور هغه څه دي چې د دغه ویب سایټ د اداري پروسیجرونو په برخه کې يي په اړه معلومات وړاندې شوي دي.

نور ولولئ: فرانسه:‌ د «اړمنو» مهاجرو د اوسېدو لپاره ۸۰۰ نوي ځایونه جوړېږي

په ویب سایټ کې د فرانسې د هرې سیمې نقشه او آدرسونه شته او کډوال کولای شي په خپله سیمه کې د مرستندویه ادارو سره اړیکه و نیسي او ګټور معلومات او مرستې ترلاسه کړی.

د دغه انټرنیټي پلټفارم بله برخه کډوالو لپاره کارموندنې ته ځانګړې شوې چې په کې د کارموندنې ترڅنګ د سې وي جوړول، مرکې ته چمتو کول او څه ډول کار ته غوښتنه کول شامل دي.

د فرانسې دولت دغه ویب سایټ وروسته له هغه جوړوي چې د اګست په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو له ولکې وروسته شاوخوا ۳۰۰۰ تنه له افغانستان څخه فرانسې ته انتقال شول.

 

نورې ليکنې