د رسنیو د راپورونو له مخې ځینې افغانې کورنۍ چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د تاجکستان پر لور روانې شوې وې اوس د دغه هیواد او د افغانستان ترمنځ سرحدي سیمه کې بندې پاتې دي. دوی وایي چې نور پیسې ورسره نشته او څوک ورسره مرسته هم نه کوي.
په یوه ویډیو کې چې د بي بي سي پر فېسبوک پاڼه خپره شوې یوه افغانه ښځه وایي: «کله چې غزني طالبانو ونیوله، موږ کابل ته ورغلو. بیا کابل سقوط شو او موږ د تاجکستان پولې ته راغلو.»
دغه مېرمنه د شاوخوا هغو ۹۰ کورنیو له ډلې یوه ده چې له څلوېښتو ورځو راهیسې د تاجکستان او افغانستان د سرحدي سیمې په بېلابېلو برخو کې ایسارې پاتې دي.
دوی وایي چې د پولې د پرانیستو په انتظار کې دي. که څه هم تاجکستاني پوله ساتونکو ورته ویلي وو چې پوله به د خپلواکۍ تر جشن وروسته پرانیستل کېږي، خو په وینا یې لاره لا هم تړلې ده.
بیا ولولئ: د روسیې د منځنۍ آسیا متحدین وایي چې افغان کډوال نه منو
یاده ښځه زیاتوي: «دلته موږ کوچني ماشومان لرو، حاملې مېرمنې لرو، وضعیت مو ډېر وخیم دی.»
د مهاجرو دغه ډله د مالي ستونزو څخه هم شکایت لري او وایي چې نور ورسره پیسې نشته او هېڅوک یې ستونزو ته رسیدګي نه کوي.
دوی دغه راز وایي چې سیمه کې روغتیایي خدمات نشته ځکه چې حکومت ډاکټرانو ته نور تنخا نه ورکوي. د نوموړې ښځې په حواله: «ماشومان مو کوچني دي، دوی هره ورځ ناروغان کېږي، موږ ورته نه دوا اخیستل شو نه مناسب خواړه. دلته کار هم نشته.»
په ورته مهال تاجکستان وایي د نړیوالو مرستو پرته د افغان مهاجرو د منلو توان نه لري. افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم تاجکستان د افغانستان د نورو ګاونډیو هیوادونو په څېر د افغان مهاجرو پر مخ خپله پوله وتړله.