د ارشیف انځور:‌ د اتریش او هنګري ترمنځ‌ ګډه پوله.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز
د ارشیف انځور:‌ د اتریش او هنګري ترمنځ‌ ګډه پوله.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز

اتریشي ځواکونو له هنګري سره پولې ته څېرمه په یوه لارۍ کې د دوو مهاجرو مړي موندلي دي‌.‌ د پولیسو په حواله ۲۶ تنه نور مهاجر ژوندي نیول شوي دی. لارۍ چلوونکی په تېښته بریالی شوی دی.

اتریشي چارواکي وايي پرون سه شنبه د اکټوبر ۱۹مه د دغه هیواد ځواکونو د یوې لارۍ د تلاشۍ پر مهال ۲۸ مهاجر وموندل چې دوه تنه یې مړه شوي وو. په وینا یې قاچاق وړونکي دوی په یوه تنګه فضا کې ځای پر ځای کړي وو.‌ 

دغه لارۍ له هنګري څخه اترش ته ورغلې وه.

د فرانسې خبري اژانس د یو خبر له مخې نیول شوي مهاجر ټول سوریایان دي. راپور کې زیاته شوې ده چې لارۍ چلوونکی په تېښته بریالی شوی دی.

په ورته مهال د اتریش د کورنیو چارو وزارت کارل نهامر ویلي:‌ «دغه غمجنه پېښه ښيي چې قاچاق وړونکي چمتو دي‌ چې په قصدي توګه یو او یا څو کسان ووژني.»

بیا ولولئ: هنګري: دوه بوسنیایان اتریش ته د کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم شوي

له تېرې جولای میاشتې راهیسې اتریش پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي دي. د پولیسو د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې دغه هیواد کې ۲۵۰ قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

د یادولو ده چې ۲۰۱۷ په اګست میاشت کې اتریشي ځواکونو په یوه لارۍ کې د ۷۱ مهاجرو مړي موندلي‌ وو. یاد مهاجر د سوریې، عراق او افغانستان اتباع وو.

لږ وروسته پلټنو وښودله چې دغو کسانو اتریش ته تر ننوتلو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و. له پېښې څلور کلونه وروسته اتریشي چارواکو یاده حادثه کې ښکیل قاچاق وړونکي په عمري حبس محکوم کړل.‌

 

نورې ليکنې