آرشيف انځور ـ لامپېدوسا ته د د مهاجرو رسېدونکې يون کښتۍ| Photo: sea-watch.org/David.Lohmueller via AP
آرشيف انځور ـ لامپېدوسا ته د د مهاجرو رسېدونکې يون کښتۍ| Photo: sea-watch.org/David.Lohmueller via AP

د آلمان سره تړاو لرونکي د نادر په نوم مرستندويه کښتۍ په مديترانه سمندر کي ۳۴ مهاجر له اوبو څخه ژغورلي دي. يادې کښتۍ په لامپېدوسا کي لنګر اچولی دی.

د (ResQship) په نوم سازمان (Nadir) مرستندويه کښتۍ د آلمان په هامبورګ کي فعال مرستندويه سازمان له خوا تمويل کيږي. دغه سازمان د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۰مه) وويل چي له فايبر ګلاس څخه جوړو سوو دوو کښتيو څخه يې ۳۴ مهاجر په داسي حال کي چي ژغورلي دي چي تر اندازې زيات مسافر پکښي سپاره کړل سوي ول.

د ياد سازمان په وينا دغه کښتۍ د مهاجرو د ژغورلو وروسته د لامپېدوسا په بندر کي لنګر اچولی دی. د سازمان په وينا په خپله ۱۹متره ژغورونکې کښتۍ کي يې ياد ۳۴ مهاجر چي پکښي ۱۵ کوچنيان او يوه حامله داره ښځه شامله وه، د ايټاليې تر ياد ټاپو رسولي دي.

د ياد سازمان ډاکټر ګېرهارد ترابېرت ويلي دي چي له ژغورل سوو مهاجرو څخه یوه ۴ کلنه ماشومه ناروغه ده او تبه لري. د سازمان په وينا دغه ژغورونکې کښتۍ په اصل کي د څارنې له پاره په کار اچول کيږي او اړتيا په صورت کي د ژغورنې له پاره نورې کښتۍ مرستي ته رابولي چي د دې امکانات ولري. خو دا چي دغه مهاجر يې په اضطراري حالت کي موندلي ول نو مجبوره سوې چي د هغوی سره پخپله مرسته وکړي.

مهاجر پسله دېرش ساعتو په کښتۍ کي تېرولو څخه و لامپېدوسا ټاپو ته رسول سوي دي. له هغه مخکي هغوی ۲۴ ساعته په خپلو وړو کښتيو کي پاته سوي ول. زياته سوې چي له ژغورل سوو څخه اکثره يې يخ وهلي دي. 

له يوې کښتۍ څخه ژغورل سوي مهاجرې حامله دارې مېرمنې په هکله ويل سوي دي چي د کښتۍ سفر سخته ناروغه کړې او ورباندي څو واري بې هوښي راغلې ده.

ياد مرستندويه سازمان ويلي دي چي د مالټا په سمندري ساحه کي يې يادې دوې د مهاجرو کښتۍ موندلي وې. د دغه سازمان په وينا دا چي دغه مرستندويه کښتۍ د آلمان تر بيرغ لاندي محرکه وه، نو مالټا يې له مرسته کولو څخه انکار وکړ.

د ياد مرستندويه سازمان په ويڼا آلماني چارواکو ورته ويلي چي هغوی صرف د شمالي سمندر او بالټيک سمندر له پاره مسؤليت لري. د دغه سازمان په وينا ايټاليې ورته ويلي چي د مالتا هيواد د دغه ساحې مسؤليت په غاړه لري حال دا چي د نادر دغه کښتۍ د ايټاليې د لامپېدوسا د ټاپو و بندر ته تر بل هر بندر نژدې وه.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې