له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي کډوال. اسلام قلعه بندر. انځور: اسلام قلعه بندر. کریدت: ای او ام.
له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي کډوال. اسلام قلعه بندر. انځور: اسلام قلعه بندر. کریدت: ای او ام.

د ایران پلازمینې تهران ښاروالۍ یو مرستیال ویلي چې د تهران ښار له افغان کډوالو ډک شوی او باید اړونده چارواکي دغه ښار ته افغان کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي. نوموړی ویلي چې کډوال باید له پولو بیرته وګرځول شي.

د تهران د ښاروالۍ مرستیال امین توکلی زاده د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۰ مه د ایرنا خبري آژانس ته ویلي چې تهران له افغان کډوالو څخه ډک شوی او باید پلازمینې ته د نویو کډوالو د ورتلو مخه و نیول شي.

د ایرنا خبري آژانس د راپور پر اساس د ښاروالۍ دغه مرستیال ویلي:« اړونده ادارې موظف دي چې لومړی باید په هر ممکنه لارو ایران ته د افغان کډوالو د ننوتلو مخه و نیسي او هغه خلک چې کډوال شوي له سرحدونو څخه بیرته وګرځول شي.»

 امین توکلی زاده داهم ویلي چې افغانان زمونږ ګاونډیان دي او ګډ فرهنګي، ټولنیز او تاریخي اشتراکات لرو. نوموړی وايي چې له افغانستان څخه د ورتلونکو افغانانو انساني کرامت ته باید درناوی وشي.

نوموړی له نړیوالې ټولنې غوښتني چې په  ایران کې د میشت افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

دغه ایراني چارواکی تهران ته د افغانانو د ورتګ د مخنیوي په اړه د خپلو څرګندونو په تړاو ویلي چې د نوموړي دغه څرګندونې د رسنیو لخوا تحریف شوي دي.

همدارنګه د ایران د کورنیو چارو وزیر د روانې میلادې میاشتې په پیل کې له افغانانو غوښتي و چې له ایران سره پولې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي. نوموړی ویلی و چې هیواد يي د نورو افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

نور ولولئ: ایران:‌ «افغانان دې پولې ته د تګ ډډه وکړي»

د افغانستان بل ګاونډ پاکستان هم تینګار کړی چې دغه هیواد د نورو افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري. سربیره پردې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي چې د نویو افغانانو د منلو ظرفیت نه لري او له اروپايي هیوادونو يي په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

د اګست په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره شاوخوا ۱۲۴ زره افغانان د ناټو او بهرنیو ځواکونو لخوا له افغانستان څخه ایستل شوي دي. ګڼ شمیر نور بیا د ځمکې له لارې پاکستان او ایران ته مخه وکړه.

 

نورې ليکنې