د ارشیف انځور: برتانیا ته انتقال شوي مهاجر. انځور: رویټرز
د ارشیف انځور: برتانیا ته انتقال شوي مهاجر. انځور: رویټرز

د برتانیا پلازمېنه لندن کې تر ۲۰۰ ډېرو افغان کورنیو له ښاري شوراګانو څخه د بېړنۍ سرپناه غوښتنه کړې ده. دا هغه کسان دي چې په دولتي هوټلونو کې اوسېږي خو د لندن په شوراګانو کې یې د سرپناه نه لرونکو کډوالو په توګه نوم لیکنه کړې ده.

د بي بي سي د یو خبر له مخې د برتانیا په پلازمېنه لندن کې لسګونو افغان کورنیو د سرپناه نه لرونکو کډوالو په توګه نوم لیکنه کړې ده. دوی د لندن له ښاري شوراګانو څخه غواړي چې ورته سرپناه برابره کړي.

تر دې دمخه دغه کورنۍ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د افغان مهاجرو د مېشتولو پروګرام په چوکاټ کې د لندن په دولتي هوټلونو کې ځای پر ځای کړې وې. خو اوس د یادو کورنیو غړي اندېښمن دي چې ښایي ورته په لرو پرتو سیمو کې سرپناه ورکړل شي.

په ورته مهال د لندن د ښوراګانو ادارې له دغو افغانانو څخه غوښتي دي چې د یاد پروګرام په چوکاټ کې پاتې شي. نوموړې ادارې زیاته کړې چې د ۲۰۴ افغان کورنیو له ډلې څخه ډېری یې ډاډه نه دي چې ایا په دغه پروګرام کې شاملې دي که نه. یادې ادارې دا هم ویلي چې، که دغه کسان د افغانانو د مېشتولو پلان څخه لاس په سر شي، نو دوی به ټول دولتي امکانات له لاسه ورکړي. د لندن د ښاروګانو ادارې غړي دارن له ټولو کورنیو څخه غوښتي دي چې د چارواکو پرېکړې ته انتظار وباسي.

ځینو مهاجرو بیا اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د دوی د کورنیو ځینې غړي د برتانوي پاسپورټ خاوندان دي، نو ځکه ښایي دوی د کورنیو چارو وزارت په یاد پروګرام کې شامل نه وي.

نور ولولئ: برتانیا ۲۰۰۰۰ افغانانو ته دې هیواد کې د مېشتېدو پروګرام اعلان کړ

برتانیا کې د افغانانو د مېشتولو پروګرام له مخې حکومت صلاحیت لري چې کورنیو ته د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې سرپناه برابره کړي. خو که چېرې کورنۍ له هوټلونو څخه ووځي نو دوی به ټول دولتي امکانات له لاسه ورکوي.

بي بي سي د لندن د هارو شورا له قوله لیکلي چې دوی تر دې دمه ۱۰ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي او پنځو کورنیو ته یې بېړنۍ سرپناه برابره کړې ده. د یادې شورا افغانې سلاکارې پیمانې اسد بي بي سي ته ویلي چې د استوګنځیو د کموالي له امله د افغان کورنیو غوښتنلیکونو پر یادې شورا ډېر فشار راوړی دی. نوموړې له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې چې افغانانو ته دې د یاد پروګرام په هکله معلومات ورکړي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم برتانیا یوه له هغو هیوادونو وه چې د کابل له هوایي ډګر څخه د افغانانو په ایستلو کې یې ونډه درلوده. تېره سپټمبر میاشت ګارډین ورځپاڼې برتانیا ته د لېږدول شویو افغانانو له قوله ویلي وو چې له قرنطین وروسته دولت له دوی سره د سرپناه ژمنه کړې وه خو دوی په هوټلونو کې پریښودل شوي دي او ناوړه چلند ورسره کیږي.

 

نورې ليکنې