په لندن کې د کډوالو په ملاتړ لاریون. ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۱. انځور: Refugee Action
په لندن کې د کډوالو په ملاتړ لاریون. ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۱. انځور: Refugee Action

د کډوالۍ د ملاتړ یو شمیر سازمانونه او د پارلمان د غړو په ګډون سلګونه تنه د بریتانیا په پلازمینه لندن ښار کې د پارلمان مخې ته راټول شوي و او د پناه غوښتنې د نوې مقررې د تصویب د مخنیوي غوښتنه يي کوله.

لاریونوال چې شمیر يي نږدې ۲۰۰۰ تنو ته رسیده، د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۰ مه، د بریتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي و او د کډوالو په ملاتړ د شعارونو په ورکولو سره د «ملیت او پولې» په نوم د نوي مقررې د له منځه وړلو غوښتنه يي کوله.

د کډوالۍ د ملاتړ ادارې پر دغې مقررې کلکه نیوکه کړې او دا يي د کډوالو د محافظت پر سیستم برید بللی دی.

د دغې مقررې له مخې چې دولت يي د تصویب هڅه کوي، بریتانیا ته په غیر قانوني لارو د کډوالو ننوتل د یو جرم په توګه پیژندل کیږي. د « ملیت او پولې» د مقررې له مخې یوازې هغه خلک کولای شي په بریتانیا کې د پناه غوښتنه وکړي چې په قانوني لارو دغه هیواد ته ورغلي وي. نور خلک چې بیا په ناقانونه ډول بریتانیا ته دننه کیږي د پناه غوښتنه يي «د نه منلو وړ» پیژندل کیږي او د اخراج له خطر سره مخامخ کیږي.

«د پناه غوښتنې په لټه کې زیانمنونکي خلک مهربانۍ ته اړتیا لري نه محکومیت ته!»

د کډوالۍ د حقونو یو تن فعال ګل ولي پسرلی چې د دغه لاریون له ګډونوالو څخه و کډوال نیوز سره په خبرو کې د دغې نوې مقررې د تصویب په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل، هغه افغانان او نور کډوال چې په ناقانونه ډول د اوبو له لارې بریتانیا ته راځي د پناه غوښتنې حق ترې اخیستل کېږي او یا د اخراج په توقیف مرکزونو کې له ساتلو وروسته بیرته هغو هیوادونو ته استول کیږي چې په لومړي ځل يي هلته د پناه غوښتنه ثبت کړې وي.

ښاغلي ګل ولي پسرلی دغه مقرره د کډوالو په زیان بولي او د اصلاح او یا له منځه وړلو غوښتنه يي کوي.

برتانیا کې د بې پولي ډاکټرانو سازمان مشر چې په دغه لاریون کې يي ګډون درلود وايي: «د پناه غوښتنې په لټه کې زیانمونکي خلک مهربانۍ ته اړتیا لري نه محکومیت ته »

د بریتانیا د پارلمان یو غړی جرمي کوربین چې د لاریون بل ګډونوال و ویلي چې حکومت پر پارلمان فشار رواړوي ترڅو د کډوالو ضد دغه ضرر رسوونکې مقرره تصویب کړي. نوموړی وايي چې خلک نن دلته راټول شوي ترڅو حکومت ته د کډوالو څخه د ملاتړ پیغام اعلان کړي.

د کډوالۍ په ملاتړ دغه لاریون داسې مهال ترسره کیږي چې د اګست په میاشت کې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته زرګونه افغانان بریتانیا ته رسیدلي دي. ډیرۍ دغه افغانان د سرپناه د نشتوالي له امله اندیښمن دي.

 

نورې ليکنې