له افغانستانه د خلکو د تخلیې عملیات.‌ د ارشیف انځور.‌ پېکچر الاینز
له افغانستانه د خلکو د تخلیې عملیات.‌ د ارشیف انځور.‌ پېکچر الاینز

یوناني چارواکو د افغانستان د بشري حقونو فعالانو یوې ۳۵ کسیزې ډلې او د دوی د کورنیو غړو ته پناه ورکړې ده. له تېرې څه مودې راهیسې دغه ډله په شمالي‌ مقدونیه کې اوسېدله.

د شمالي مقدونیې حکومت وایي چې د افغانستان د بشري‌ حقونو فعالانو یوه ۳۵ کسیزه ډله او د دوی د کورنیو غړي پرون پنجشنبه د اکټوبر میاشتې ۲۱مه یونان ته انتقال شوي دي.

تېره اونۍ فرانسې او ایرلنډ له شمالي‌ مقدونیې څخه ۳۷ تنه نور افغان مهاجر منلي‌ وو.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم شمالي‌ مقدونیې سلګونه افغانانو ته د لنډې مودې لپاره پناه ورکړه. د یادو مهاجرو په ډله کې د بشري حقونو فعالان، ژباړن،‌ زدکړیالان او د دوی د کورنیو غړي شامل و.

شمالي‌ مقدونیې د نورو اروپایي هیوادونو په څېر له افغانستان څخه د هغو افغانونو په ایستلو کې ونډه درلوده چې ژوند یې په خطر کې و.

د یادولو ده چې یونان لږ مخکې د افغانستان د ښځینه قاضیانو یوه ډله او د پارلمان ځینې پخوانۍ استازې منلې وې.

 

نورې ليکنې