د ځایي رسنیو په حواله بلغاریایي پوله ساتونکو پرون پنجشنبه د اکټوبر ۲۱مه د دغه هیواد په سوېل ختیځه سیمه کې ۱۸ مهاجر او ۵ موټر چلوونکي نیولي دي. د نیول شویو په ډله کې افغانان هم شته.
د بلغاریا د ملي ټلویزون د یو خبر له مخې د دغه هیواد پوله ساتونکو پرون پنجشنبه سهار وختي د بلغاریا په سوېل ختیځه مارینکا سیمه کې پنځه مهاجر نیولي دي. نیول شویو کسانو پېژندپاڼې نه درلودې، خو پولیسو ته یې ویلي چې سوریایان دي. پوله ساتونکو زیاته کړې چې نیول شوی موټروان د ترکیې دی.
د یو بل خبر له مخې بلغاریایي سرتېرو مارینکا سیمې ته نږدې یوه ۲۸ کلنه بلغاریایۍ ښځه نیولې چې خپل موټر کې یې دوه افغانان انتقالول.
یاد ټلویزون زیاتوي چې پوله ساتونکو لږ وروسته یو ۳۴ کلن سړی ونیوه چې درې سند نه لرونکي مهاجر یې انتقالول. دغو مهاجرو پولیسو ته ویلي چې سوریایان دي.
د سرچینې په وینا سرېدېتس سیمه کې ۸ تنه نور مهاجر او دوه موټروانان نیول شوي دي.
بیا ولولئ: د ترکیې او بلغاریا پر پوله ۴۳ افغان مهاجر نیول شوي
د بلغاریا د ملي ټلویزون په حواله د دغه هیواد ځواکونو تېره سه شنبه د اکټوبر پر ۱۹مه دیولېوو کلي ته څېرمه چې د بلغاریا په سوېل ختیځه برخه کې پروت دی ۸ مهاجر او دوه بلغاریایي موټروانان نیولي وو. یادو مهاجرو پولیسو ته ویلي وو چې افغانان دي.
د چارواکو له قوله زیاته شوې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بلغاریا پوله ساتونکو له ترکیې سره پر پوله د ۲۱۳ مهاجرو او له یونان سره پر پوله د ۴۰ تنو نورو مخه نیولې ده.