له ارشیف څخه.‌ انځور: رویټرز
له ارشیف څخه.‌ انځور: رویټرز

پاکستاني چارواکو پرون پنجشنبه وویل چې د ویزه لرونکو کسانو د تګ راتګ لپاره یې د تورخم لاره پرانیسته ده. په وینا یې هغه افغانان د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ اجازه لري چې انلاین ویزې لري.

پاکستاني چارواکو پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې د ویزه لرونکو افغانانو پر مخ یې د تورخم لاره پرانیستې ده. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې پاکستان ته د داخلېدو لپاره به نور د کورنیو چارو وزارت ځانګړي اجازه لیک ته اړتیا نشته.

ځايي رسنیو بیا د پاکستاني‌ چارواکو له قوله زیاته کړې چې دمګړۍ یوازې هغه افغان وګړي پاکستان ته د داخلېدو اجازه لري چې انلاین ویزې ولري.

د مشال راډیو د یو خبر له مخې د تورخم د کډوالۍ چارواکو ویلي هڅه کوي چې این لاین او سټیکر ویزه لرونکو دواړه وکولی شي په مرحله واره توګه پاکستان ته سفر وکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته زیات شمېر افغانان هڅه کوي چې له خپل هیواد څخه ووځي، خو ډېری یې د لارو د تړل کېدو او بندرونو کې د بندیزونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

د یادولو ده چې څو ورځې مخکې کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې تر زرو پورې افغان محصلینو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د خپلو زدکړو د دوام په موخه دغه هیواد ته سفر وکړي.

 

نورې ليکنې