له ارشیف څخه. کابل کې د جګړو بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو په تمه دي. انځور: آرشیف. انځور: حفیظ احمد میاخیل
له ارشیف څخه. کابل کې د جګړو بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو په تمه دي. انځور: آرشیف. انځور: حفیظ احمد میاخیل

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې وایي چې طالب چارواکو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځایي وګړي د دې لپاره له خپلو سیمو څخه شړلي چې خپل پلویان هلته مېشت کړي. د دغه راپور له مخې د بې ځایه شویو له ډلې ډېری یې هزاره لږکي او د پخواني نظام کارکوونکي دي.

په تېرو دوو میاشتو کې طالبانو د هلمند، بلخ، دایکندي، ارزګان او قندهار په ولایتونو کې سلګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د تازه راپور له مخې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دغې ډلې چارواکو پنځه ولایتونو کې هزارګانو او نورو وګړو ته ویلي چې خپل کورونه او کروندې دې خوشي کړي. د یاد راپور له مخې «دوی په اکثرو مواردو کې ځایي اوسېدونکو ته یوازې څو ورځې وخت ورکړی چې له خپلو کورونو څخه ووځي او دا چانس یې هم نه دی ورکړی چې محکمې ته مراجعه وکړي.»

یاد سازمان د ملګرو ملتونو د یوه پخواني سیاسي کارپوه له قوله ویلي چې طالبانو دغو کورنیو ته خبرداری ورکړی چې که له دغه امر څخه سرغړونه وکړي د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

تر دې دمخه رسنیو د مزارشریف د قطب الاسلام سیمې د هزاره وګړو له قوله راپور ورکړی و چې د کوشاني ډلې وسله والو له طالبانو سره یو ځای یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې او ورته یې یوازې درې ورځې وخت ورکړی دی. که څه هم طالبانو ویلي وو چې د محکمې د پرېکړې پر بنسټ یې دا کار کړی، خو ځایي وګړي بیا وایي چې دوی له ۱۹۷۰ راهیسې په دغه سیمه کې اوسېږي.

بیا ولولئ: افغانستان: د دایکندي له ګېزاب ولسوالۍ څخه ۴۰۰ کورنۍ په جبري توګه کډوالۍ ته اړ شوې دي

دغه راز د هلمند د ناومېش سیمې اوسېدونکو د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي چې طالبانو د سپټمبر په پای کې لږترلږه ۴۰۰ کورنیو ته خبرداری ورکړی و چې خپل کورونه دې خوشي کړي. د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې طالبانو شپږ کسان له دغه امر څخه د سرغړونې په خاطر نیولي دي چې څلور تنه یې لا هم په توقیف کې دي.

د یاد راپور له مخې طالبانو تېر سپټمبر کې طالبانو د دایکندي او ارزګان له ۱۵ کلیو څخه لږترلږه ۲۸۰۰ هزارګان شړلي دي. د سیمې یوه پخواني اوسېدونکي دغه سازمان ته ویلي چې طالبانو ځایي اوسېدونکو ته د یو لیک په استولو سره خبرداری ورکړی و چې له خپلو کورنیو څخه باید ووځي.

د بشري حقونو د څار سازمان د دغه اوسېدونکي له قوله زیاتوي چې طالبانو پر لارو پوستې جوړې کړې دي او «هېچا ته اجازه نه ورکوي چې خپل کرنیز محصولات له ځان سره واخلي». 

همداراز د سپټمبر په نیمایي کې طالبانو په کندهار ولایت کې د یوه دولتي کمپلېکس اوسېدونکو ته امر وکړ چې خپل کورونه دې خوشي کړي. یاد کورونه د پخواني حکومت له خوا پر ملکي کارمندانو وېشل شوي وو.

بیا ولولئ: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت: روان کال کې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي

د بشري حقونو د څار سازمان په حواله د ځایي وګړو شړل په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان کې د وچکالۍ، اقتصادي ستونزو او نښتو له امله د بې ځایه شویو خلکو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی دی. راپور کې زیاته شوې ده چې ان د طالبانو له راتګ دمخه په ۲۰۲۱ کې ۶۶۵ افغانان له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي وو. د یاد سازمان د شمېرو له مخې افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو شمېر ټولټال ۴ میلیونه کسانو ته رسېږي. 

په ورته مهال طالبانو دا راپور رد کړی دی. د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته ویلي یې دي چې داسې راپورونه د «ناسمو معلوماتو پر بنسټ» چمتو کېږي او «یو اړخیز» دي.

 

نورې ليکنې