افغان مهاجر په زرنج کې، د ۲۰۲۱ د اکټوبر ۶مه. دا انځور د رویټر له ویډیو څخه اخیستل شوی.
افغان مهاجر په زرنج کې، د ۲۰۲۱ د اکټوبر ۶مه. دا انځور د رویټر له ویډیو څخه اخیستل شوی.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، هغه افغانان چې د خپلو پخوانیو فعالیتونو له کبله ځان خوندي نه بولي، غواړي چې له خپل هیواد څخه ووځي. محمد سلیم* یو له دغو افغانانو دی چې ایران ته د تلو په موخه نیمروز ته تللی دی. د سترګو لیدلی حال.

«زه ۲۳ کلن یم. څه موده کېږي چې له کابل څخه نیمروز ولایت ته راغلی یم. په اصل کې د خوست ولایت اوسېدونکی یم، خو څه د پاسه یو کال کېده چې په کابل کې مې ژوند کاوه.

زه یو مدني فعال یم او د طالبانو له راتګ مخکې مې د بشري او مدني حقونو په برخه کې بېلابېل فعالیتونه درلودل. نور ملګري هم را سره وو، خو اوس دوی له افغانستانه وتلي دي. 

طالبانو واک ته له رسېدو مخکې هم ما ته ګواښونه کړي وو. دوی مې ملګري او ما ته خبرداری ورکړی و چې موږ باید خپل فعالیتونه ودروو. د تېر اګست په نیمایي کې کله چې دوی کابل ته راغلل، موږ ته ګواښونه زیات شول. ما سره ټول هغه اسناد شته چې ښيي چې دوی زما په لټه کې دي.

د طالبانو د واک په لومړیو ورځو کې مې پټ ژوند کاوه. ژوند مې ډېر سخت او له وېرو او ستونزو ډک و. هره شیبه مې وېره لرله.

بیا ولولئ: افغان خبریال: «د طالبانو له راتګ راهیسې مې ژوند له وېرو او ګواښونو ډک دی»

یو څه موده چې تېره شوه په یوه بس کې نیمروز ته راغلم. موخه مې دا وه چې د ایران له لارې اروپا ته ولاړ شم. کله چې زه دلته ورسېدم ومې لیدل چې زما په څېر زرګونه افغانان غواړي بهر ته ولاړ شي. خو ډېری یې ویزې نه لري. زه هم ویزه نه لرم. موږ له مجبورۍ قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوو. تر دې دمه مې دوه لکه افغانۍ مصرف کړې.

لږ مخکې مې ځینې ملګري له نیمروز څخه ایران ته ولاړل. دوی ایراني پوله ساتونکو ونیول، ورسره یې تاوتریخجن چلند وکړ او افغانستان ته یې بېرته وشړل. له ایرانه شړل شوي کسان وایي چې ایراني پوله ساتونکي افغان مهاجر وهي ډبوي.

دې حالت ته چې ګورم نو وایم چې د ایران له لارې اروپا ته تلل اسان نه دي. زه نه غواړم چې خپل ژوند په خاطر کې واچوم. زه د دوو ماشومانو پلار یم او د برخلیک په اړه یې اندېښنې لرم.

بیا ولولئ: ایراني چارواکی: «تهران ته باید د افغان کډوالو د ننوتلو مخه و نیول شي»

زما یو ملګری په بهر کې اوسېږي. زما ټول سندونه ورسره دي. هغه ما ته وویل چې اسناد به مې فرانسوي چارواکو ته استوي. هیله مې دا ده چې فرانسوي چارواکي مې ستونزو ته جدي پام وکړي. دلته مې ژوند په خطر کې دی.

اوس غواړم چې بېرته کابل ته ستون شم او خپل پټ ژوند ته ادامه ورکړم. خو دومره پیسې را سره نشته چې ټېکټ واخلم.» 


  • د امنیتي دلایلو له کبله د دغه مهاجر اصلي نوم نه دی ښودل شوی.
 

نورې ليکنې