له ارشیف څخه. له اژې سمندر څخه ژغورل شوي مهاجر. انځور د رویټرز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی.
له ارشیف څخه. له اژې سمندر څخه ژغورل شوي مهاجر. انځور د رویټرز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی دی.

د ترکي رسنیو په حواله د دغه هیواد ساحلي ځواکونو اژه سمندر کې د یوناني سرتېرو له خوا شړل شوي لسګونه مهاجر ژغورلي دي. له اوږدې مودې راهیسې یوناني چارواکي په دې تورن دي چې له خپلو اوبو څخه مهاجر پر شا تمبوي.

د ترکیې د ساحلي ځواکونو قومندانۍ پرون دوشنبه وویل د دغه هیواد سرتېرو اژه سمندر کې هغه ۷۹ مهاجر ژغورلي دي چې د یوناني چارواکو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د اکټوبر پر ۲۳مه ترکي ځواکونو د ایدین ولایت په کوشاداسي ولسوالۍ کې ۳۳ تنه کډوال ژغورلي چې په یوه ربړي بېړۍ کې سپاره وو. په وینا یې یوناني ځواکونو یاد مهاجر له خپلو اوبو څخه په شا تمبولي وو.

یوه بله پېښه کې ترکي سرتېرو د اکټوبر پر ۲۴مه ۲۵ تنه نور مهاجر ژغورلي دي. دغه کسان هم د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې پر لوړ شړل شوي وو.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه د ساحلي ځواکونو یوې ډلې د ایدین په دیدیم ولسوالۍ کې ۲۱ تنه نور مهاجر ژغورلي وو.

ژغورل شوي کسان د کډوالۍ ځایي ادارو ته لېږدول شوي دي.

بیا ولولئ: ترکیه وایي تېرو شپږو ورځو کې یې د یونان له خوا شړل شوي ۳۸۸ کډوال ژغورلي

د اکټوبر په لومړیو ورځو کې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا یوهانسون د اروپا پر پولو د کډوالو د پر شا تمبولو په هکله د شپیګل، اې آر دي او لیبراسیون یو ګډ راپور ته په اشارې سره وویل: «دغه راپورونه شوک ورکوونکي دي او زه یې اندېښمنه کړې یم.»

د یاد راپور له مخې د یونان، کروشیا او رومانیا چارواکي هڅه کوي چې له خپلو پولو څخه پناه غوښتونکي په تاوتریخجنه طریقه پر شا وتمبوي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارۍ ویاند مارتا هورتادو په روانه میاشت کې ویلي وو چې تېره څه موده کې له یونان څخه د ترکیې پر لور د پناه غوښتونکو د شړلو په هکله ثبوتونه ترلاسه شوي دي. په وینا یې «د نړیوالو قوانینو له خوا د خلکو پر شا تمبول غیرقانوني دي» او مخه یې باید ونیول شوي.

 

نورې ليکنې