له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱
له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱

د برتیانیا حکومت وايي چې شاوخوا ۱۱ زره هغه افغانان چې په دې وروستیو کې بریتانیا ته رسیدلي دي په هوټلونو کې بند پاتي او لا هم دایمي استوګنځایونو ته نه دي استول شوي.

بریتانیا د اګست میاشتې له ۱۳ مې راهیسې له ۱۵ زرو څخه ډیر کسان له افغانستان څخه ایستلي دي. هغه افغانان چې له افغانستان څخه ایستل کیږي د څو ورځو لپاره د بریتانیا په هوټلونو کې د قرنطین دوره تیروي او له هغه وروسته بیا نورو استوګنځایونو ته استول کیږي.

په بریتانیا کې نویو رسیدلو افغانانو ته د استوګنځایونو کمښت په دغه هیواد کې یو شمیر اندیښنې رامنځ ته کړي دي. «جي بي نیوز» د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۵ لیکلي چې په بریتانیا کې د افغانانو د ادغام وزیرې ویکتوریا اتکینز چې د بریتانیا د پارلمان غړو پوښتنو ته يي ځواب ویل ویلي، ۱۱ زره کسان په هوټلونو کې میشت دي. نوموړې دغو افغانانو ته د استوګنځایونو په برابرولو کې د چټکو اقداماتو ژمنه کړې.

میرمن ویکتوریا په بریتانیا کې د افغانانو لپاره د استوګنځایونو د برابرولو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي: «دا زمونږ لپاره وخت نیسي، مګر مونږ غواړو دا په سمه توګه ترسره کړو.»

ټاکل شوې بریتانیا ۲۰ زره خلک له افغانستان څخه و باسي

د برتیانیا دولت وايي ټاکل شوې چې شاوخوا ۲۰ زره خلک د افغان اتباعو د میشتیدنې پروګرام (ACRS) پروګرام له لارې له افغانستان څخه وویستل شي.

د بریتانیا دولت د افغان اتباعو د میشتیدنې پروګرام تر چوکاټ لاندې له افغانستان څخه د تخليي د عملیاتو د ورو پرمختګ له امله د پارلمان له نیوکو سره مخامخ شوی. د پارلمان یو شمیر غړي ویلي چې په وروستیو اونیو کې دولت په دې اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.

نور ولولئ: بریتانیا: افغانان وايي چې په هوټل کې دقرنطین پر مهال ورسره د زندانیانو په څیر چلند کیږي

تر دې وړاندې د بریتانیا د زرغون ګوند استازې کارولین لوکاس د افغانانو د ایستلو په اړه پر حکومت نیوکه کړې وه او ویلي و چې د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو غوښتونکو ته په سمه توګه ځواب نه دی ورکړی چې په افغانستان کې بند پاتي دي.

د پارلمان غړي وايي چې د کورنیو چارو وزارت څخه د «سکیم» د عملي اقداماتو د معلوماتو په تمه یو خو د سپتمبر له ۱۳ راهیسې د دوې په ویب سایټ کې په دې اړه نوي معلومات نه دي خپاره شوي.

تیره میاشت یو شمیر افغانان چې په دې وروستیو کې بریتانیا ته انتقال شوي و، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و چې په هوټلونو کې د قرنطین له ټاکلې مودې ډیر ساتل شوي او په هوټلونو کې ورسره د زندانیانو په څیر چلند کیږي.

 

نورې ليکنې