د ۲۰۲۱ اکټوبر پر ۲۶مه خیوس ټاپو په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې څلور ماشومان وژلي. انځور: nmitarakis@
د ۲۰۲۱ اکټوبر پر ۲۶مه خیوس ټاپو په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې څلور ماشومان وژلي. انځور: nmitarakis@

نن سه شنبه د یونان د خیوس ټاپو په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴ ماشومان وژل شوي دي. یوناني چارواکو وایي چې ۲۲ تنه نور یې ژغورلي چې په ډله کې یې یو ماشوم او ۷ ښځې هم دي.

دا پېښه ترکي سواحلو ته نږدې د خیوس ټاپو په اوبو کې رامنځ ته شوه چې څلور ماشومان پکې ووژل شول. یوناني چارواکو د ۲۲ کسانو د ژغورلو خبر ورکړی دی.

په ورته مهال د یونان د کډوالۍ چارو وزارت نوتیس میتاراچي پر خپله ټویټر پاڼه دا یوه «غمجنه» پېښه بللې ده. په وینا یې د یوناني ځواکونو د هڅو سربېره پېښه کې ۴ ماشومان وژل شوي چې عمرونه یې ۳ تر ۱۴ کلونه دي. نوموړي زیاته کړې چې پېښه کې یو تن لادرکه شوی او ۲۲ تنه نور ژغورل شوي دي.

هغه له ترکیې څخه غوښتي دي چې د جرمي ډلو له خوا د مهاجرو د استثمار مخه ونیسي. نوموړي دغه راز ویلي چې قاچاق وړونکي د مهاجرو ژوند په خاطر کې اچوي.

پر خواله رسنیو خپاره شوي عکسونه ښيي چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال د اوبو څپې لوړې وې. یوناني ځواکونو د ناټو د یوې کښتۍ، دوو چورلکو او نورو بېړیو په مرسته د پاتو مهاجرو د ژغورنې عملیات ترسره کړل.

ژغورل شویو کې ۱۴ نارینه، ۷ ښځې او یو ماشوم شته.

یوناني ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عیني شاهدانو په حواله دغه کښتۍ کې ۲۷ کسان سپاره ول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې ۲۵۰۰ کسانو هڅه کړې چې د اژې سمندر له لارې یوناني ټاپوګانو ته ځان ورسوي.

 

نورې ليکنې