د بریانسون د اورګاډي اډه کې نږدې ۲۰۰ مهاجرو شپه سبا کړه. انځور: یوتوپیا ۵۶
د بریانسون د اورګاډي اډه کې نږدې ۲۰۰ مهاجرو شپه سبا کړه. انځور: یوتوپیا ۵۶

د رسنیو د راپورونو له مخې د تېرې یکشنبې په شپه ۱۵۰ تر ۲۰۰ مهاجرو چې ډېری یې افغانان دي د فرانسې د بریانسون ښار د اورګاډي په اډه کې ‍شپه سبا کړه. د توس میګران په نامه د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټ او د ګپ سیمې کشیش وایي چې دمګړۍ یادو کسانو ته په یوه کلیسا کې سرپناه برابره شوې.

د پولیسو د یوې سرچینې په خبره د تېرې یکشنبې په شپه ۱۵۰ تر ۵۰ کډوالو چې په ډله کې ځینې کورنۍ هم وې د بریانسون د اورګاډي په اډه کې شپه سبا کړه. د سیمې د قومندانۍ په حواله د دغو کسانو له ډلې لسګونه یې د دوشنبې په ورځ په ښاري نقلیه وسایطو کې له بریانسون څخه تللي دي. 

بل پلو د توس میګران سازمان وایي دغو مهاجرو غوښتل چې یوه بله شپه هم یاده اډه کې پاتي شي، خو د بریانسون کشیش پرېکړه وکړه چې په یوه کلیسا کې ورته سرپناه ورکړي. 

د ګپ سیمې کشیش مګر زاویې مال د فرانسې خبري اژانس ته منلې ده چې یاد مهاجر یې په یوه کلیسا کې ځای پر ځای کړي دي، خو د مهاجرو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

ښاغلي زاویې د دوشنبې په شپه په یوه خبرپاڼه کې د مهاجرو د ملاتړ اعلان کړی و. 

نوموړي د دولت له استازو څخه غوښتي وو چې «واقعیت» ته دې وګوري. هغه د کورنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې وه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او سره صلیب ته اجازه وکړي چې دغه ستونزه هواره کړي. 

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه د رفیوج سولیدر په نامه د مهاجرو د ملاتړ سازمان فرانسې ته د راتلونکو کډوالو د هرکلي لپاره د یوې نوې ودانۍ د پرانیستو خبر ورکړ. یاد سازمان بیا د یکشنبې په ورځ وویل چې بریانسون ته د تازه رسېدلو مهاجرو شمېر زیات شوی دی او دوی په یوازې سر د ټولو مهاجرو هرکلی نه شي کولی.

بیا ولولئ: فرانسه، بریانسون: د مهاجرو د هرکلي سازمان رفیوج سولیدر به نوې ودانۍ ته کډه وکړي

د دغه سازمان غړي ژان ګابوریو کډوال نیوز ته وایي چې دوی څو ځله چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په یوازې سر د ټولو کډوالو هرکلی شونی نه دی. په وینا یې: «موږ په بېړنۍ توګه دولتي مرستو ته اړتیا لرو.» 

رفیوج سولیدر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه وخت به خپله دنده له سره پیلوي چې امنیتي شرایط برابر شي. یاد سازمان ټینګار کړی چې د مهاجرو د ستونزو د هوارولو لپاره باید جدي اقدامات وشي.

د هوت الپ قومندانۍ بیا رفیوج سولیدر سازمان د دغه وضعیت مسول بللی دی. یادې قومندانۍ د دوشنبې په شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه سازمان هغو کسانو ته سرپناه برابروي چې په ناقانونه طریقه د مون ژنېور له لارې فرانسې ته راځي.

د سیمې قومندان مارتین کلاول زیاته کړې ده چې «د اورګاډي اډه کومه سرپناه نه ده» او هلته هم خطرونه شته. نوموړي دا هم ویلي چې د مهاجرو مدافع بنسټونه غواړي پر دولت فشار واچوي ترڅو چارواکي د دوی غوښتنې ومني. خو په وینا یې ورته چلند د منلو نه دی.

د قومندانۍ په خبره تېره دوشنبه مون ژنېور کوتل کې نږدې ۳۰ هغه بهرنیان ونیول شول چې فرانسه کې یې د اوسېدو اجازه نه لرله. دوی چې له ایټالیا څخه فرانسې ته راغلي وو بېرته ایټالوي چارواکو ته سپارل شوي دي. 

 

نورې ليکنې