د کندهار ولایت کې د جګړو له امله بې ځایه شوي وګړي. انځور: د کندهار د کډوالو چارو ریاست. جولای ۲۰۲۱
د کندهار ولایت کې د جګړو له امله بې ځایه شوي وګړي. انځور: د کندهار د کډوالو چارو ریاست. جولای ۲۰۲۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) خبر ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل څخه نږدې ۹۳۸ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ستانه شوي چې له دې ډلې یوازې ۱۲ زره يي له پاکستان او پاتي نور يي له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د اوچا ادارې په خپل اونیز راپور کې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۵ لیکلي چې روان میلادي کال کې ۹۲۶۰۰۰ تنه له ایران او ۱۲۰۰۰ تنه له پاکستان څخه افغانستان ته تللي دي.

په راپور کې راغلي چې له ایران څخه د کډوالو د راستنیدونو کچه د تیر کال په پرتله ډیره شوې. تیر کال په همدغه موده کې نږدې ۶۰۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي و.

له ایران څخه د راستنیدونکو له ډلې ۴۳ سلنه يي ماشومان او ۱۴ سلنه يي میرمني دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې ایران لاهم د بې اسناده افغان کډوالو اخراج ته دوام ورکوي. له دې وړاندې دغه سازمان په خپل راپور کې له ایران څخه د زرګونه افغانانو د اخراج خبر ورکړی و.

د جګړو بې ځایه شوې کورنۍ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل راپور کې د داخلي بې ځایه شویو په اړه لیکلي چې سږ کال جګړو او طبیعي پیښو ۶۷۷۰۰۰ تنه له خپلو کورنو بې ځایه کړي. یاده اداره وايي ډیری دغه بې ځایه شوې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په بې ځایه شوي حالت کې ژوند تیروي او د جګړو او فقر له امله نه شي کولای چې بیرته خپلو اصلي سیمو ته وګرځي.

بل پلو بیا د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي چې په کابل ښار کې یو شمیر بې ځایه شوې کورنۍ يي بیرته خپلو اصلي سیمو ته استولي دي. د دغه وزارت په یوه بیانیه کې تیره ورځ د اکتوبر په ۲۶ راغلي چې د کابل د نوي ښار پارک او یو شمیر نورو سیمو څخه د ۹۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د داوطلبانه ستنیدنې پروګرام له لارې خپلو اصلي مینو ته ولیږدول شول.

نور ولولئ: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت: روان کال کې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي

د شمیرو له مخې دامهال له ۳ میلیونو څخه ډیر افغانان د جګړو او طبیعي پیښو له امله له خپلو کورنو بې ځایه شوې دي. ملګري ملتونه د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبردارۍ ورکړ او له نړیوالو يي له افغانستان سره د بیړنیو مرستې غوښتنه وکړه.


 

نورې ليکنې