د جګړو له ویرې یو شمیر افغانان د بې ځایه کیدو پر مهال. انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره ( او چا(
د جګړو له ویرې یو شمیر افغانان د بې ځایه کیدو پر مهال. انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره ( او چا(

په افغانستان کې د ژمې له رارسیدو سره سم، ملګري ملتونو ویلي که نړیوالې ټولنې خپلې مرستې په وخت سره ترسره نه کړي نو افغانستان به د نړۍ د تر ټولو ستر بشري ناورین سره مخامخ شي. ملګري ملتونه له نړیوالو غوښتني چې له افغانانو سره دې د ژمې له رارسیدو وړاندې خپلې بیړنۍ مرستې ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیرش تیره ورځ د اکتوبر په ۲۶ په خپل ټویټر کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره لیکلي چې نړیواله ټولنه دې له ژمې وړاندې له اړمنو خلکو سره مالي مرستې ترسره کړي.

تیره میاشت د جنیوا په کنفرانس کې ملګري ملتونه له افغانستان سره د ۶،۶ میلیونه ډالرو د بشري مرستو غوښتنه وکړه چې په بدل کې مرستندویانو له افغانستان سره د ۱،۲ میلیاد ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.تر دې مهاله د دغو مرستو له ډلې یوازې شاوخوا ۳ میلیارد ډالره يي افغانستان ته رسیدلي دي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو خبردارۍ ورکوي بلکه له دې وړاندې هم په دې اړه ګڼې اندیښنې موجودې وې.

نور ولولئ: نړیوال له افغانستان سره د ۱،۲ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۵ خبر دارۍ ورکړی و که چیرې افغانستان ته په بیړنۍ ډول مرستې و نه رسیږي، میلیونونه افغانان به په راتلونکي ژمي کې له لوږې سره مخامخ شي. یاد سازمان وايي چې د افغانستان له نیمايي نفوس څخه ډیره برخه ( ۲۲،۸ میلیونه خلک) ښايي غذايي خوندیتوب و نه لري او د پنځو کلونو کم عمر  ۳،۲ میلیونه ماشومان ښايي له خوار ځواکۍ سره مخامخ شي.  

د افغانستان د اقتصادي کمزورتیا په اړه اندیښنې وروسته له هغه ډیرې شوې چې د اګست میاشتې طالبان واک ته ورسیدل او نړیوال له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووتل. له دې سره نړیوال بانک او یو شمیر نړیوالې ادارې له افغانستان سره خپلې مرستې ودرولې.

د شمیرو له مخې په افغانستان کې له درې میلیونو څخه ډیر انسانان د جګړو او طبیعي پیښو له امله له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوې دي.

 

نورې ليکنې