پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR
پاکستان کې مېشته يوه افغان کډواله کورنۍ د خوښۍ په حالت کې. کرېډېټ: UNHCR

د ایران په پلازمینه تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له نړیوالو غوښتنه شوې چې د افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کیدو اصلي لاملونه په ګوته او د حل لپاره يي دوامداره حل لاره و موندل شي.

دغه غونډه چې د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۷ جوړه شوې وه، د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو له نړیوالو غوښتي چې د افغانانو د بې ځایه کیدو او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره نړیوال باید لاس په کار شي.

په غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل چې هیواد يي له ۳ میلیونو څخه د ډیرو افغانانو کوربه دی چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې له لږ ملاتړ څخه برخمن دی.

حسین امیرعبداللهیان په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو ته په اشارې سره وویل:« زرګونه نور افغانان د افغانستان له پولې ایران ته د ننه شوي چې یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته د افغانانو کوربه توب کوو. په داسې حال کې چې د امریکا له غیر قانوني بندیزونو سره مخامخ یو، له غذا، سرپناه، درمل او زده کړو پرته د کرونا واکسین خدمات هم پناه غوښتونکو ته وړاندې کوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ګاونډیو هیوادونو ته د کډوالو د راتګ په برخه کې د نړیوالو د پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي يي دي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې ډول لویدیځ هیوادونه مسولیت لري چې له کډوالو سره د مرستې په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم هیواد ته يي د افغان کډوالو د نویو څپو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره باید له دغه هیواد سره مرسته وشي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو وروسته د پاکستان لومړی وزیر عمران خان اعلان کړی و چې هیواد يي له وړاندې د میلیونونه افغانانو کوربه دی او د نورو افغانانو د منلو توان نه لري.

نور ولولئ: پاکستان وايي چې نور افغان کډوال نه شي منلی

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په دغه غونډه کې د کډوالۍ او بشري مسایلو،په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو د حقونو په اړه خبرې شوي.

په غونډه کې ټیګار وشو چې ښکیلې غاړې او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د کډوالۍ او بې ځایه کیدو اصلي لاملونو ته رسیدنه وکړي او د دایمي حل لارو لپاره يي لاس په کار شي.

بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش غونډې ته په خپل ویډويي پیغام کې وویل چې افغانستان یوه بشري بحران سره مخامخ دی او چټک اقدام ته اړتیا لري.

د یادولو ده چې په غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان بهرنیو چارو وزیرانو ګډون درلود او د چین او روسیيي بهرنیو چارو وزیرانو په کې د ویډیو کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه.

 

نورې ليکنې