کابل څخه د فرانسې لخوا د ایستلو عملیات. انځور: آرشیف. اګست ۲۰۲۱
کابل څخه د فرانسې لخوا د ایستلو عملیات. انځور: آرشیف. اګست ۲۰۲۱

د فرانسې دولت وايي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو راهیسي فرانسې ته د راتګ لپاره ۲۷۰ زره ایمیلونه او ۷۰ زره ټیلفونونه يي ترلاسه کړي دي. په دې کې د هغو افغان کډوالو غوښتنې هم شاملې دي چې کورنیو يي لاهم په افغانستان کې دي.

فرانس پرس خبر ورکړی چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۲۹ له هغه کاري ټیم او سرتیرو سره ولیده چې له افغانستان څخه يي د افغانانو په ایستلو کې برخه اخیستي وه. مکرون دوې ته د دغه علمیاتو « اپاګان» له امله د بریالیتوب مبارکي ورکړه.

په ناسته کې د فرانسې ولسمشر پر کابل هوايي ډګر کې برید ته په اشارې سره د خپلو سرتیرو، هوايي پوځ، ډیپلوماتانو، امنیتي مسولینو، عربي اماراتو کې میشت ځواکونو او ټولو ښکیلو غاړو د هڅو ستاینه کړې او ویلي دي چې په سختو شرایطو کې يي د افغانانو ایستلو ته زمینه برابره کړې.

د فرانسوي ځواکونو لخوا د اګست د ۱۵ نه تر ۲۷ پورې ۲۸۰۰ خلک چې بشري حقونو ته د ژمنتیا له امله ژوند يي ژوند له ګواښ سره مخامخ و له افغانستان څخه ایستلي دي. په دغه ډله کې چې ۱۰۰ فرانسوي اتباع هم شامل و په ۲۶ الوتنو کې له کابل څخه ابوظبي او ۱۶ الوتنو کې له ابوظبي څخه پاریس ته لیږدول شوي دي.

فرانس پرس لیکلي چې په ټولیز ډول فرانسې ته راتګ لپاره د دغه هیواد دولتي ادارې ۲۷۰۰۰۰ ایمیلونه او ۷۰۰۰۰ ټیلفوني غوښتنې يي ثبتې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر سازمانونه په فرانسه کې پر دولت د افغانانو د ایستلو د عملیاتو له کبله نیوکه کوي او وايي چې لاهم زرګونه کورنۍ او هغه خلک چې ژوند يي په افغانستان کې په خطر کې دي بند پاتي دي.

د فرانسې دولت ویلي چې د می او جولای په میاشتو کې هم ۶۰۰ تنه چې ډیرۍ يي میرمنې او ماشومان و و کولای شول د فرانسې په مرسته افغانستان څخه ووځي.

نور ولولئ: فرانسه: له افغانستان څخه ټولټال ۲۶۰۰ کسان افغان را ایستل شوي

د یادولو ده چې یاده ناسته د پاریس د الیزه په ماڼۍ کې جوړه شوې وه او  شاوخوا ۲۰۰ دولتي مامورین، د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن او یو شمیر نور هغه چارواکي چې د کابل له هوايي ډګر څخه د افغانانو د ایستلو په عملیاتو کې ښکیل و، برخه اخیستې وه.

د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، له ۱۲۴ زرو څخه ډیر خلک د امریکا او ناټو ځواکونو د غړو هیوادونو لخوا له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

 

نورې ليکنې