د ارشیف انځور: له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱
د ارشیف انځور: له کابل څخه بریتانیا ته رسیدلي افغانان. انځور: رویټرز، اګست ۲۰۲۱

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هیواد د جنسي اقلیتونو یوه ۲۹ کسیزه ډله تېره جمعه برتانیا ته ورسېدله. برتانوي چارواکو هیله څرګنده کړه ده چې دوی به وکولی شي په راتلونکو میاشتو کې له جنسي اقلیتونو سره تړاو لرونکو نورو ډلو ته هم پناه ورکړي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت تېره شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې «د طالبانو په حکومت کې دغه اقلیتونه زیان منونکي دي او ډېری یې له تبعیض، قضایي تعقیب او تاوتریخوالي سره مخ دي».

دا په داسې حال کې ده چې لږ مخکې د طالبانو یو ویاند ویلي وو دوی به د جنسي اقلیتونو حقونو ته درناوی نه کوي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تروس دا هم ویلي دي چې د دغه هیواد ځواکونو له افغانستان څخه د د هغو افغانانو په ایستلو کې مهمه ونډه درلوده چې هلته یې ژوند په خطر کې و.

بیا ولولئ: برتانیا وایي د افغان فوټبالرو نجونو یوې ډلې ته ویزې ورکوي

په ورته مهال د برتانیا د بهرنیو، عامه چارو او پراختیا ادارې ویلي چې د دغو ۲۹ کسانو په ډله کې هغه محصلین او فعالان هم شامل دي چې د جنسي اقلیتونو د حقونو لپاره یې مبارزه کړې ده. 

بل پلو ګارډین ورځپاڼې د میکرو رېنبو په نامه د یو خیریه سازمان د مشر سباستین روکا له قوله ویلي چې د دغو افغانانو لپاره به امن کورونه جوړ شي.

د چارواکو په حواله دغه ډله د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت، د ستونوال په نامه د دغه هیواد د ال جي بي تي ډلو د حقونو مدافع بنسټ او د رېنبو رېلرود په نامه د کانادایي سازمان په مرسته له افغانستانه ایستل شوې ده.

برتانوي چارواکو هیله ښوولې ده چې دوی به وکولی شي په راتلونکو میاشتو کې له جنسي اقلیتونو سره تړاو لرونکو نورو ډلو ته هم پناه ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته همجنس غوښتونکي، ښځې، پخواني چارواکي، خبریالان او د بشري حقونو فعالان له ګواښ سره مخ دي. ډېری دغه کسان هڅه کوي چې له خپل هیواده ووځي. د یادولو ده چې برتانیا د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې د ۸۶۰۰ افغانانو په ګډون ۱۵۰۰۰ ډېر کسان له افغانستانه ایستلي وو.

 

نورې ليکنې