د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د مسافرو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره له یوې میاشتې ځنډ وروسته نن سهار پرانیستل شوه.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن سهار سه شنبه د نومبر په ۲ مه خبر ورکړ چې دغه لاره اوس پرانیستې ده. نوموړی په خپل ټویټر کې په دې اړه لیکلي: «د چمن - سپن بولدک دروازه اوس خلاصه ده. د پیاده او موټرو تګ راتګ پیل شو.»
د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې دغه لاره شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو لخوا وروسته له هغه و تړل شوه چې پاکستاني پولیسو له افغان وګړو سره نامناسب چلند درلود.
د چمن - سپین بولدک د تړل کیدو له امله سلګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل و له سخت کړاو سره مخامخ و او سوداګر يي هم له اقتصادي زیان سره مخامخ کړی و.
ځايي چارواکي ویلي چې د کندهار تذکره لرونکي افغانان او د چمن او شاوخوا سیمو پاکستاني وګړي کولای شي له پاسپورټ او تذکرې پرته پر دې لار تګ راتګ وکړي. د دې ترڅنګ پاسپورټ او ویزه لرونکي افغانان هم کولای شي پر دې لارې تګ راتګ وکړي.
نور ولولئ: د تورخم لاره د ویزه لرونکو افغانانو پر مخ پرانیستل شوې ده
د دغې لارې د پرانیستلو پریکړه په دې وروستیو کې په کابل کې د پاکستان سفیر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترمنځ په یوه ناسته کې شوې وه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوچ د چمن - سپین بولدک لارې د پرانیستلو هرکلی کړی او ویلي يي دي چې د دغې لارې د بندیدو له امله د میرمنو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر هغه افغانان چې درملنې ته يي اړتیا درلوده په سپین بولدک کې بند پاتي و.
له دې وړاندې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې پاکستان ته د طورخم لار هم تیره میاشت پرانیستل شوه.