پولنډ له بېلاروس سره پولې ته سلګونه سرتېري‌ استولي دي. انځور: دومینیکا زارزیکا، فوټو الاینز
پولنډ له بېلاروس سره پولې ته سلګونه سرتېري‌ استولي دي. انځور: دومینیکا زارزیکا، فوټو الاینز

د ځایي رسنیو په حواله تېره یکشنبه څلور کسان له بېلاروس څخه پولنډ ته د ۱۰ مهاجرو د وړلو په تور نیول شوي دي.‌ نیول شوي کسان د پولنډ،‌ اردن،‌ اکراین او ویتنام اتباع دي.

پولنډي ځواکونه وایي دوی تېره یکشنبه د دغه هیواد په سوبولېوو کلي کې په یوه موټر کې درې افغانان موندلي دي. موټر چلوونکی چې یو پولنډی دی دغه هیواد ته د مهاجرو د وړلو په تور نیول شوی دی.

دغه راز ستادنیکي سیمه کې د اردن د یو اوسېدونکي په موټر کې دوه ترکان نیول شوي دي.

همداشان د پولنډ د پودلاسکي ولایت پولیسو په شیتسي دنتسیولوو کې سیمه کې دوه کردي مهاجر موندلي دي. په وینا یې دوی یو ویتنامی موټر چلوونکی هم نیولی دی چې یاد مهاجر یې پولنډ ته انتقالول.

بیا ولولئ: «پولنډ په ناقانونه توګه افغان مهاجر بېرته ستنوي»

په یوه بله پېښه کې د پولنډ په بېلسک پودلاسکي سیمه کې درې کردان د یو اکرایني موټر چلوونکي په موټر کې موندل شوي دي.

پولنډي رسنیو د پولادسکي پولیسو د مطبوعاتي ډلې غړې الیزبتا زابوروسکا له قوله ویلي چې یاد مهاجر په ناقانونه توګه پولنډ ته ننوتلي وو.‌ په وینا یې نیول شوي مهاجر پوله ساتونکو ته سپارل شوي دي، خو موټر چلوونکي له بېلاروس څخه پولنډ ته په ناقانونه دول د مهاجرو د وړلو په تور په توقیف کې دي.

د پولنډ سرحدي پولیسو د شمېرو له مخې تېره یکشنبه ۴۷۰ مهاجرو هڅه وکړه چې له سپینې روسیې یا بېلاروس څخه پولنډ ته واوړي. د اګست میاشتې له پیل راهیسې ټولټال ۲۸۵۰۰ کسانو پولنډ ته د ننوتلو لپاره هڅه کړې ده.

 

نورې ليکنې