د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې په ایران کې میشت افغان کډوالو سره د نورو روغتیايي مرستو ژمنه کړې، خو د ایران د روغتیا وزارت بیا وايي چې کډوالو لپاره هیڅ د کرونا واکسین دغه هیواد ته نه دی رسیدلی.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د ایران استازی سید جعفر حسین تیره اونۍ د یاد سازمان له یوه کاري ډلې سره له افغانستان سره پولې ته څیرمه کرمان ولایت ته سفر وکړ چې د دغه سفر په لړ کې یاده سیمه کې افغان کډوالو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د نورو روغتیايي آسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
خو د ایران د روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا کډوالو لپاره هیڅ ډول واکسین دغه هیواد ته نه دی استول شوی.
د ایران روغتیا وزارت د روغتیا پالنې د برخي مشر حمید رضا نجاري د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲مه ایسنا خبري آژانس ته وویل: «تر دې مهاله د روغتیا نړیوال سازمان د بشري مرستو له برخې څخه په ایران کې میشت بهرنیو اتباعو او پناه غوښتونکو ته هیڅ واکسین نه دی استول شوی»
د ایران د روغتیا وزارت ویلي چې هند دولت په ایران کې ۵۰۰ زره بهرنیو اتباعو لپاره یومیلیون دوز واکسین مرسته کړې. سربیره پر دې اتریش هم د اګست په میاشت کې ایران کې میشت افغان کډوالو سره ۵۰۰ زره دوز واکسین مرسته وکړه.
نور ولولئ: ایران: «افغانان دې پولې ته د تګ ډډه وکړي»
په ایران کې د تیر فبرورۍ له میاشتې راهیسې د کرونا واکسین پیل شوی خو د واکسین د کمښت له امله کډوال او پناه غوښتونکي له دغو روغتیايي آسانتیاوو پاتي شول چې وروسته بیا یو شمیر کډوالو ته هم د واکسن لړۍ پیل شوه.
حمید رضا نجاري ویلي چې تر دې مهاله ۱،۶ میلیونه غیر ایراني وګړي یو دوز واکسین او ۳۰۰ زره نور بیا دوه دوزه واکسین تر لاسه کړي دي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې واخیست، زرګونه افغانان د ځمکې له لارې ایران ته پناه یو وړه. یو شمیر دغه افغانان د ایران په سرحدي سیمو کې په کمپونو کې ساتل کیږي.
د ایران د قوانینو له مخې په دغه هیواد کې میشت هغه کډوال چې قانوني اسناد ولري کولای شي د واکسین له حق څخه برخمن شي. د روغتیا وزارت په ناقانونه ډول ایران ته د کډوالو ننوتل یو «ستر ګواښ» بللی او ویلي يي دي چې یاد وزارت د دغې ستونزې مسولیت نه لري.