د بلغاريې هيواد و خپل سرحد ته عسکر ليږي چي د ترکيې څخه د ور اوښتونکو مهاجرو مخه ونيسي. دغه عسکر به د سرحدي پوليسو سره مرسته کوي.
د بلغاريې د دفاعي چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په ۳ نېټه) وويل چي د ترکيې سره د دغه هيواد و سويلي سرحد ته ۳۵۰ عسکر او ۴۰ عسکري ګاډي ليږي. د وزارت په وينا دغه عسکر به د مخ په ډېرېدونکي مهاجرت په ترڅ کي د سرحدي پوليسو سره مرسته وکړي.
د دفاعي چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس به ياد عسکر د سرحدي پوليسو سره يوځای د ترکيې سره د ۲۵۹ کلومترو سرحد څارنه کوي او ګزمې به ترسره کوي. زياته سوې چي دغه عسکر به هغه اغزي لرونکی تار هم ترميم کړي چي پنځه کاله ترمخه پر دغه سرحد د سوريې او نورو سيمو د مهاجرو د راتلو د مخنيوي په مقصد پر سرحدي کټارو لګول سوی ؤ. هغه وخت هم دا بلغاريې ياد اقدامات له ترکيې څخه د ورداخلېدونکو مهاجرو د مخنيوي په مقصد تر سره کړي ول.
د بلغاريې د کورنيو چارو د وزارت په وينا سږکال د مخکنيو کالونو په پرتله ورته د مهاجرو راتګ زيات سوی دی. د دغه وزارت په وينا هغه کسان چي په غير قانوني توګه بلغاريې ته د اوښتلو په هڅه کي نيول کيږي سږ کال زيات سوي دي.
د بالقان سره تړاو لرونکی دغه هيواد د منځني ختيځ او افغانستان څخه تر اروپا د مهاجرت پر مرکزي لاره پروت دی. دغه هيواد ته راتلونکي اکثريت مهاجر په دې نيت دغه هيواد ته داخليږي چي بېرته ورڅخه ووځي او مخ په وړاندي د اروپايي اتحاديې نورو لوېديځو هيوادونو ته ځانونه ورسوي. بلغاريه په اروپايي اتحاديه کي تر ټولو بې وزله غړی هيواد ګڼل کيږي.
آ./ا.ا.