آرشيف انځور Photo: picture-alliance/dpa/A. Warnecke
آرشيف انځور Photo: picture-alliance/dpa/A. Warnecke

د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند ايالتي مشر اليکزاندر دوبريندت د هغه وړانديز سره مخالفت کړی چي له مخي يې بايد د پناه غوښتونکو سره سوسيال مرستي زياتي سي.

په آلمان کي هغو انسانانو ته مياشتنۍ سوسيال مرستي ورکول کيږي چي پخپله د خپل ژوند د بنيادي اړتياؤ د برابرولو له پاره په کافي اندازه پيسې نه ګټي يا له سره بې روزګاره وي. خو دا چي څوک په کوم مقدار سوسيال مرستي ترلاسه کوي، په دې پوري هم اړه لري چي پناه غوښتونکی او که عام وګړی دی. په دې ترڅ کي د پناه غوښتونکو سره تر سره کېدونکي سوسيال مرستي د «Asylbewerberleistungsgesetz (AsylbLG)» قانون له مخي ترسره کيږي. دمګړی د مثال په توګه يو يوازي بالغ پناه غوښتونکی د مياشتي ۳۶۴ يورو مرستي تر لاسه کوي. خو هغه کسان چي پناه غوښتونکي نه وي بلکه آلمانيان وي يا يو ډول اقامه لري نو هغوی ته د «Hartz IV» په چوکاټ کي د مياشتي ۴۴۶ يورو ورکول کيږي.

د آلمان د مسيحي سوسيال ګوند (CSU) ايالتي مشر اليکزاندر دوبريندت د دې مخالفت کړی دی چي د پناه غوښتونکو سره د مياشتنيو سوسيال مرستو مقدار جګ کړل سي. دغه سياستوال د «بِلد» ورځپاڼي ته ويلي دي: «د پناه غوښتونکو سره د مرستو د مقدار زياتول و آلمان ته د مهاجرت کولو جلب زياتوي او په دې توګه په اروپا کي دننه د ثانوي مهاجرت د ډېرېدو لامل کيږي.»

د دوبريندت په وينا اروپا هيڅ داسي اقدام ته اړتيا نلري چي لا زيات مهاجر ورته جذب او جلب سي. د هغه په وينا د دې پر ځای بايد د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو د ساتلو، د غير قانوني او په اروپا کي د ثانوي مهاجرت د کمولو پر موضوع غور کول پکار دي. دوبريندت په داسي حال کي دا څرګندونې کړي دي چي د زرغون ګوند سياستوالو داسي وړانديز کړی ؤ چي د پناه غوښتونکو او نورو کسانو ترمنځ دي د سوسيال مرستو توپير له منځه يووړل سي. 

د آلمان سوسيال دموکرات ګوند او زرغون ګوند د انتخاباتو وروسته اوس د ليبرال ګوند سره د يو ائتلافي حکومت د رامنځته کولو په خبرو اترو اخته دي. د «بِلډ» ورځپاڼي د سه شنبې د راپور له مخي سوسيال دموکرات او زرغون ګوند د پناه غوښتونکو سره د مرستو پر مقدار هم خبري کړي دي. زرغون ګوند په دې ترڅ کي د پناه غوښتونکو له پاره د نورو مرستو او آسانتياؤ وړانديز هم کړی دی. د مثال په توګه وړانديز سو چي هر هغه څوک چي سمدلاسه آلمان ته راداخل سي، بايد چي په بشپړه توګه و صحي امکاناتو ته لاسرسی ولري. خو د آلمان ليبرال ګوند دغه غوښتنې ردوي. دغه ګوند هم په دې نظر دی چي ګواکي پناه غوښتونکو ته د نورو آسانيتاؤ ورکول به لا زيات پناه غوښتونکي آلمان ته راجلب کړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې