د هنگري لومړی وزير، ويکتور اوربان REUTERS/Axel Schmidt/File Photo
د هنگري لومړی وزير، ويکتور اوربان REUTERS/Axel Schmidt/File Photo

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان لوېديځ ته وړانديز کړی دی چي هنگري به هغو مهاجرو ته لاره ورکړي چي غواړي لوېديځو اروپايي هيوادونو ته ولاړ شي.

اوربان د اروپا په لوېديځ کي واقع هيوادونو ته وړانديز کړی دی چي که د دغو هيوادونو خواهش وي، نو به هنگري مهاجرو ته لاره ورکړي چي ورسي.

د هنگري لومړي وزير اوربان د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د نوامبر ۵ نېټه) په يوه راډيويي مرکه کي لوېديځ هيوادونه د مهاجرو په هکله مخاطب کړل: «که تاسو ورته اړتيا لرئ، نو بيا يې درواخلئ.»

اوربان په دغه مرکه کي دا ادعا هم کړېده چي گواکي مهاجرو د خپل ځان سره د کرونا بېلابېل شکلونه او ډولونه راوړي دي. خو نوموړي د خپلي دغې ادعا له پاره کوم ثبتونه وړاندي نه کړل.

اوربان چي يو ښې اړخه ملتپال سياستوال دی له ۲۰۱۰ کال راهيسي په هنگري هيواد کي حکومت کوي. دغه سياستوال په خپل هيواد کي تقريبا ټول امکانات له منځه وړي چي هلته کوم څوک د پناه غوښتنه وکړي. هنگري هم د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی.

د هنگري لومړي وزير اوربان په ۲۰۱۵ کال د خپل هيواد په سويل کي پروت گاونډي هيواد سربستان سره پر پوله فليزي کټاره ودروله. د هنگري چارواکي چي په دغه هيواد کي کوم پناه غوښتونکي او مهاجر ونيسي نو يې بېله ځنډ او کومې پروسې څخه په سمدلاسه توگه و سربستان ته اخراج کوي. د بشري حقونو سازمانونه او په همدې راز د پناه غوښتونکو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کميساري (UNHCR) د هنگري ياد عمل غير قانوني بولي.

د اروپايي اتحاديې په آند هنگري د مهاجرت په تړاو په خپل سياست سره نه يوازي نړيوال قوانين بلکه د اروپايي اتحاديې اړونده قوانين هم نقض کوي. له همدې کبله د اروپايي اتحاديې د تړون د نقض په تور د دغه هيواد پر ضد يو شمير پروسې ادامه لري.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې